ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 873

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په پیل کې روزا اوتنبایوا له افغانانو سره د اسلامي امارت د چارواکو او مشرانو پر لیدنو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د خپل وروستي سفر په لړ کې یې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د مرستو راجلبولو په هکله خبرې کړې او یوناما د راتلونکي ژمي د اړتیا وړ مرستو یوه برخه ترلاسه کړې ده.

مېرمن اوتنبایوا د افغانستان د کرنیزو صادراتو پر وړاندې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د پولو تړل د افغان بزګرانو پر زیان بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت دې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دې ستونزو د حل هڅې کوي.

نوموړې په کابل کې وروستي سوداګریز نندارتونونه د افغان محصولاتو د معرفي کېدو لپاره ارزښتمن بللي او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یوناما افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګنده کړې، چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو د له منځه تللو بدیل کښت او روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ هوډ لري.

نوموړې له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون د کار پیل غوره اقدام بللی دی.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د هغې نوې ټاکل شوې مرستیالې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون طرزالعمل کارونه به ژر بشپړ شي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي، که چیرې له کوم لوري سره اندېښنه وي اسلامي امارت یې په اړه خبرې ورسره کولای شي. همداراز دې یوناما د یو شمېر مسائلو په هکله مسؤلانه چلند وکړي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ په نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون ګډه غونډه جوړه او پر یو شمېر اړینو موضوعاتو به خبرې وشي.

مولوي عتیق الله عزیزي په جنګلک کې د فرهنګي اومسلکي زده‌کړو له انستیتوت څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د اغا خان فرهنګي سازمان فرهنګي او مسلکي انستیتوت له بیلابیلو برخو اوصنوفو څخه لیدنه وکړه.

د اغا خان فرهنګي برخي مسول انجنیر اجمل میوندي د یاد انستیتوت د روان علمي بهیر او لاسته راوړنو په باب تفصیلي معلومات ورکړي.

ښاغلی میوندي ویلي، چې په یاد انستیتوت کې هرکال سلګونه زده کوونکي تخنیکي زده‌کړې او د فرهنګي او هنري څانګو لکه حجاري، نجاري، لاسی صنایع ، مناتوري، کاشي سازی او نورو برخو څخه په زړه پورې مهارتونه ترلاسه کوي او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کیږي.

مولوي عتیق الله عزیزي د اغا خان تخنیکي او مسلکي انستیتوت له کارونو قدرداني کړې او د هېواد د اصیل فرهنګ په ژوندي ساتلو کې یې رول مهم بللی دی.

ښاغلي عزیزي د اغا خان فرهنګي موسسې له مسولینو غوښتي، تر څو د اطلاعاتو کلتور وزارت له هنرستان ریاست سره، چې په همدې برخو فعالیت کوي خپلي تجربې او مشوري شریکي کړي او هلته د هنري اومسلکي زده‌کړو یوه څانګه فعاله کړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر: دندې ته باید د غنیمت په سترګه نه، بلکې د امانت او ستر مسولیت په سترګه وکتل شي

د کور او ښار جوړولو وزارت د ۹۴ خالي بستونو برېښنایي ازموینه واخیسته.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي؛ د حکومتونو مسولیت دی، چې دندې وړ او ژمن کسانو ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې، چې که څه هم ځینې کسان د نورو له لوري ور پېژندل شوي، خو دوی د ازادو سیالیو له لارې ازموینو ته راجع کړل، تر څو وړ او ژمن کس انتخاب شي.

ښاغلي نعماني ټینګار کړی، چې خدای، نظام او ولس ته مسولیت لري او هڅه یې دا ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت ته وړ او ژمن کسان د ازادو سیالیو له لارې استخدام شي او په خبره یې ازموینه د امانت په څېر ترې اخیستل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزیر د ازادو سیالیو داوطلبانو ته په خطاب کې ویلي؛ څوک چې د ورسپارل شوې دندې بې پروایي کوي او په سمه توګه یې نه ترسره کوي، د حدیث پر بنست خاین او بې ایمانه دی او هغه چې ژمنتیا ونه لري، نو بې دینه دی.

ښاغلي وزیر ټولو ته خطاب کړی، چې له خپل رب سره ژمنه وکړي او دنده په پوره ایماندارۍ او صداقت سرته ورسوي.

دغه‌راز دندې ته د غنیمت په سترګه نه، بلکې د امانت او ستر مسولیت په سترګه وکتل شي.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور د استخدام بهیر د نظام یو اساس بللی، چې په خبره یې د روڼتیا او سالمې ادارې د رامنځته کولو لپاره مهم دی.

نوموړي زیاته کړې، چې وړ کسان د بحرانونو او ستونزو لاملونه په ګوته کوي او حل لارې وړاندیز کوي.

د چارو ادارې لوی رییس د کور او ښار جوړولو وزارت د هڅو په تایید ویلي؛ دندې باید داسې کسانو ته وسپارل شي چې اداره پرې پیاوړې شي، نوښتونه وکړي او د بې نظمیو مخنیوی وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړې، چې د شایسته سالارۍ لپاره انتخاب وکړي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

هېواد کې د نابینایانو برخې ښوونیز نصاب نهايي شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د لیدلو معلولیت لرونکو کسانو لپاره د چمتووالي دورې نصاب نهايي او چاپ ته چمتو شو.

د یادې ادارې د نصاب ریاست مسوولین وايي، چې دغه نصاب د پوهنتونونو د استادانو په ګډون د چارو کارپوهانو او متخصصینو په همکارۍ سره نهايي شوی دی.

د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مهمو ښوونیزو برخو څخه ګڼل کېږي، چې په ټول هېواد کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو خلکو ته په مسلکي توګه ښوونه او روزنه ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې د دې ادارې د ځانګړو زده‌کړو په ښوونیز مرکزونو کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د اورېدلو او ليد معلوليت لرونکي سلګونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

سرحدي او ډېورند فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو د خلکو ستونزو ته د رسيدنې په موخه مرکزي کمېټې ناسته وکړه

د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم پر اساس، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې وه، تر څو سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه ولسونو اولیه ستونزې واورې او د حل په موخه یې راپور د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له مقام سره شریک کړي.

د همدې حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په مشرۍ په نورستان، کنړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ولایتي کمېټو تر جوړېدو وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په کچه د یاد وزارت د سرحدي څېړنې د مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشري یوه مرکزي کمېټه جوړه شوه، تر څو د سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو را ټولې شوې ستونزې و ارزوي او د حل لارې چارې ورته ولټوي.

مرکزي کمېټې نن د سرحدي پلټنې د مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشرۍ ناسته وکړه، چې پر مهال یې د کمېټو اعضاوو هم شتون درلود.

په ناسته کې د یادو ولسوالیو د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د مالي لګښتونو او چارو د ښه تنظیم او سر ته رسولو په موخه د طرزالعمل، مالي سند او مکانزمونو په اړه بحث وشو او د غونډې په ترڅ کې ددې طرزالعمل او مکانزمونو د تشریح او توضیح لپاره د ولایتي کمېټو د عامه پوهاوي لپاره یو پلاوی وټاکل شو.

د ناستې په جریان کې په دې اړه هم خبرې وشوې، چې په لنډ وخت کې به ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه یو لړ ولايتونو لپاره د ځانګړې شوې بودجې څخه په ځینو ولایتونو کې د سرکونو د رغونې، روغتیا، اوبو او انرژي، مخابراتو، ښوونې او روزنې په برخه کې ځینې کارونه پیل شي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت ته د خلکو د ستونزو حل لومړیتوب لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او بورکې ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او مسولینو سره لیدنه وکړه.

یادو مجاهدینو او مسولینو د حکومت او ولسونو تر منځ رغنده اړیکو ته په اشارې ویلي، چې په بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته او پر وخت یې لاسنیوی د ولسونو د رضایت سبب شوی او اسلامي امارت د امکان تر بریده مرستې تر ځايي وګړو رسولې دي.

دوی زیاته کړې، چې په یادو ولسوالیو کې د یو شمېر بنسټېزو پروژو چارې روانې دي، اما ولسونه د لا ډېرو پراختیايي پروژو غوښتنه کوي.

دوی دغه راز د جوماتونو، استنادي دېوالونو او سړک جوړولو او په نورو برخو کې هم د خلکو وړاندېزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په جهادي دورو کې د بغلان د ولسونو مبارزه ستایلې او راغلو مسولینو ته یې په خطاب کې ویلي، چې تر خپل توان ولس ته د خدمت هڅه وکړئ او د چارو د لاښه ترسره کېدو په موخه د خلکو سلا مشورې واورئ.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت ته د خلکو د ستونزو حل لومړیتوب لري، له ټولو ممکنه لارو به د بغلان په نهرین او بورکې ولسوالیو کې د ولسونو وړاندېزونو ته رسیدنه وشي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د بورکې او نهرین د خلکو د یو لړ ستونزو د حل په موخه له اړوندو او مرستندویه ادارو سره خبرې شوي دي.

د کرنې او مالداري وزیر خوست کې د ځنګلونو په ساتنه او پراختیا ټینګار کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر مولوي عطاالله عمري له مل پلاوي سره خوست ولایت کې د مشرانو او حکومتي مسولینو په یوه ستره غونډه کې ګډون کړی.

نوموړي په دې غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې، احیا، پراختیا او معقولې ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې. مولوي عطاالله عمري د یوې طبیعي پانګې په توګه د ځنګلونو پر ساتنه ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې ځنګلونو اصلي ګټه تاسې خلکو ته رسېږي او پر بنسټ یې له اکسیجن، پاکې هوا، ښکلي چاپېریال او مېوو څخه ګټه اخلئ.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې سرچینو د لا ښې ساتنې او پراختیا لپاره باید هڅه وکړو، چې راتلونکي نسلونه یې وکاروي او موږ ته د خیر دعا وکړي.

ښاغلي عمري له خلکو غوښتي، چې د لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي کې مرسته وکړي.

د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني هم د ځنګلونو پر اهمیت ټینګار کړی او له خلکو سره یې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې، چې ټول سیمه‌ییز مسولین به په دې برخه کې په جدیت سره کار وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم ویلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته په هېواد کې نظم او امنیت ټینګ شوی او د ځنګلونو په شمول باید د ټولو ملي سرچینو ساتنه وشي.

نوموړي د دې پانګو د ساتنې لپاره دفاعي او امنیتي ځواکونه پیاوړي بللي دي. د دې تر څنګ له ځنګليزو ولسوالیو څخه د تڼي او منګل قومونو استازو د کاري فرصتونو او د کرنې او مالداري د ملاتړ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې بې‌وزلي د ځنګلونو د پرې کولو یو له اصلي لاملونو څخه ده.

دوی ژمنه کړې، چې که د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وشي او د کار زمینې برابرې شي، د ځنګلونو پرې کول به ودروي او له امارت سره به همکاري وکړي. په پای کې یوه کمېټه جوړه شوې، چې د څو ادارو استازي به پکې ګډون ولري، ترڅو د خوست ولایت په ادارو کې موجود لرګي وڅېړي او تشخیص یې کړي.