ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 875

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هېواد کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (دوشنبه، د تلې ۳۰مه) د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې د رییس قاضي غلام سخي په مشري د کابل د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې راغلو مسولینو د یادې اتحادیې او په افغانستان کې د خصوصي ښوونځیو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي؛ دا مهال افغانستان کې ۳ زره او ۷۵۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري، چې څه باندې یو نیم میلیون زده‌کوونکي په زده‌کړو پکې بوخت دي.

یادو مسولینو زیاته کړې، چې تېر کال هم په کانکور ازموینه کې لس ممتاز زده‌کوونکي د خصوصي ښوونځیو ثمره وه.

دغه‌راز خصوصي ښوونځي د اسلامي امارت تر چتر لاندې د پوهنې له وزارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او له سیاسي موخو پرته د هېواد د بچیانو د روزنې مسولیت پر غاړه لري.

دوی همدارنګه د خصوصي ښوونځيو اړوند ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خصوصي ښوونځیو د فعالیت ستاینه کړې او له هغوی یې مننه کړې، چې د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې لپاره هڅې کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

د پاک ترانسپورټ د پالیسۍ نهایي کولو په تړاو مشورتي غونډه وشوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد په مشري د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۳۰ مه نېټه (د پاک ترانسپورټ پالیسۍ) د نهایي کولو په تړاو مشورتي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د اړوندو ادارو استازو او د دې ادارې رییسانو او متخصصینو ګډون کړی وو.

د دې ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی او د هواککړتیا د لاملونو په هکله یې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان په شمول د نړۍ ټول هېوادونه له چاپېریالي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د ګلخانه‌يي او کاربن ډای اکسایډ ګازونو د تولید له امله هم صوتي ککړتیا او هم د هواککړتیا رامنځته شوې، چې د مخنیوي لپاره یې د چاپېریال ساتنې ملي اداره لاس په کار شوه او د پاک ترانسپورټ پالیسي مسوده یې جوړه کړه.

ښاغلي عابد د اړوندو ادارو له استازو غوښتنه کړې، چې یاده پالیسي د خپلو سالمو نظرونو او وړانديزونه په ارایه کولو سره نوره هم غني کړي.

په یاده غونډه کې (د پاک ترانسپورت پالیسۍ) مسوده د معلوماتي پرزنټېشن په وړاندې کولو سره تشریح شوې او ګډونوالو یې په تړاو بحث کړی.

یاده مسوده به د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته د تایید لپاره واستول شي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان شهیدان شوي

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، غزه کې نن دوشنبه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۲۶ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

یاد بریدونه د رفح ښار په مرکز او شمال او د جبالیا کمپ کې پر یوه ښوونځي شوي دي.

پر دې سربېره خان یونس کې د بې‌ځایه شویو خېمې په نښه شوې، چې ګڼ فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان شوي.

یاد ۲۶ کسان د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو او مختلفو بریدونو کې شهیدان شوي، چې یوازې ۱۸ یې په جبالیا کمپ کې دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۲ زره او ۶۰۳ فلسطینیان شهیدان او ۹۹ زره او ۷۹۵ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۸ فلسطینیان نیولي

د فلسطیني بندیانو ټولنه وايي، چې اسرائیلي یرغلګرو تېره شپه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ فلسطینیان نیولي.

یادې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي یرغلګرو پر بریدونو سربېره، د سیمې له خلکو سره تاوتریخوالی، د هغوی ځورول او بندیانول او د کورونو ویجاړول دوام لري.

صهیونیستي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او د بیت‌المقدس په ختیځ کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې له ۱۱ زره او ۴۰۰ ډېر فلسطینیان نیولي او بندیان کړي دي.

غزه کې د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۴ اسرائیلي افسران وژل شوي

د راپورونو له مخې، غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۴ اسرائیلي افسران وژل شوي.

صهیونیستي رژیم د غزې تړانګې په شمال کې د یوه لوړ پوړي قومندان او درېیو نورو افسرانو وژل تایید کړي.

اسرائیلي رژیم وايي، چې یاد عسکر د نښه‌ویشتونکو او په ټانک د چاودنې له امله وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې د یوه بل قومندان په ګډون یو شمېر نور اسرائیلي عسکر ټپیان شوي هم دي.

اسرائیلي رسنیو ویلي؛ د غزې په جګړه کې دا تر ټولو لوړ پوړی قومندان دی، چې وژل کېږي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر غزه تړانګه د صهیونسیتي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۷۴۷ اسرائیلي عسکر وژل شوي او لږ تر لږه ۴ زره او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر لغمان ته سفر وکړ

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد الحنفي لغمان ته سفر وکړ او د دې ولایت له ولایتي مسولینو او د مرکز او ولسوالیو له ولسونو سره یې لیدنه وکړه.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تنفیذ په موخه یې ولسونو او مشرانو ته د عالیقدر امیر المومنین حفظه‌الله حکم، چې د یاد قانون د تنفیذ په موخه یې ټولو ولایتونو ته کړی بیان کړ.

نوموړي په یاده لویه ولسي غونډه کې ویلي: “افغان ولس له کلونو وروسته خپل ارمان يعنې د اسلامي نظام حاکمیت ته ورسېد او اسلامي نظام حاکم شو.

د‌ افغانانو جهاد او اسلامي مبارزې دوه اساسي موخې درلودې؛ یو اشغال ته د پای ټکی اېښودل او بل اسلامي شریعت نافذول او پلي کول دي. له دې وروسته هر شخص او قوم باید د اسلامي نظام په پلي کول کې رغنده رول ادا کړي. د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مظلومانو ملاتړ او د ظالمانو مخه نیول شوې، چې ټول هېوادوال خپلو حقونو ته لاسرسي لري، دښمن د فزیکي جګړې ترڅنګ د فکري یرغل پر مټ غوښتل ترڅو په ټولنه کې غربي کلتور او منکرات دود کړي خو په دې برخه کې هم ناکام دی.”

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي نظام له برکته د نشه‌یي توکو، اختطاف، اخلاقي فساد او نورو منکراتو په بشپړه توګه مخه نیول شوې. همدا یو بشپړ اسلامي نظام دی، بغیر له امربالمعروف څخه هیڅ نظام بشپړ نه دی، محمدي امت ځکه ځانګړی دی، چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کوي او یاده چاره د ټولو مسلمانانو ګډه دنده ده.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر په وینا؛ غربي هېوادونه او ملاتړي یې هڅه کوي، ترڅو د ناسمو او بېځایه تبليغاتو پر مټ نړۍ ته د اسلامي نظام غلط انځور وړاندې کړي، خو موږ په تبلیغاتي جګړه کې هم بریالي یو، چاته د بې ځایه تبلیغاتو اجازه نه ورکوو.

د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني بیا تر ښه راغلاست وروسته ویلي، چې لغمان کې د ولس او خلکو تر منځ ښه تړاو موجود دی، د ولایت ټول مسولین د ولس په خدمت کې دي. همداراز یې د مسلمانانو په ورورلۍ، اخوت، سمو اړیکو او د محتسبینو په صفتونو او د فساد د له منځه وړلو په اړه خبرې کړې.

د غونډې په پای کې د یاد وزارت د ویاند لخوا د امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حکم چې د امربالمعروف قانون د تنفیذ په موخه یې ټولو ولایتونو ته کړی بیان کړ.

ددې حکم له مخې د ولایت د والي په مشرۍ د امربالمعروف، علماو شورا، ارشاد حج اوقاف، استناف محکمې، د فرامنیو او احکامو د تعقیب، پوهنې، عالي تحصیلات، اطلاعاتو او کلتور، استخباراتو رییسان، د جهادي مدرسې مهتمم، د قول اردو قومندان، امنیه قومندان، ښاروالۍ او د تخصصاتو مدیر په غړیتوب هئیت ټاکل کیږي، ترڅو دغه هئیت هرو دوه اونیو کې د قانون د تنفیذ او خنډونو د لرې کولو په اړه غونډه وکړي او هرو دوو میاشتو وروسته دې خپل راپور د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له مقام سره شریک کړي.

د کرنې او مالداري وزیر په پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر مولوي عطاء الله عمري او مل پلاوي پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ګڼ شمېر لوړ پوړو او ځایي چارواکو ګډون درلود.

د یاد شرکت مسوولينو د فعاليتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال ویل، چې دوى د جلغوزيو او غرني بادامو د پروسس په درې برخو کې فعاليت کوي او په کلني ډول د ٦٠ زره ټنو د پروسس ظرفيت لري.

د کرنې وزیر د دې فابریکې فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې کرنې وزارت د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او دوی ته به دا زمینه برابره کړي، تر څو خپل فعالیتونه لا پراخ کړي.

قزاقستان کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګاري په شتون کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیستل شو.

د صنعت‌ او سوداګرۍ وزارت وایي، نورالدین عزیزي د دغه نندارتو په پرانیست‌غونډه کې ویلي، چې دا ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې اغیزمن دي.

بلخوا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په دې مراسمو کې ویلي، چې استانه له کابل سره د سوداګریزو، اقتصادي، ترانسپورټي، لوجیستیکي او انرژي اړیکو پراختیا غواړي.

د ویلو ده، چې په دغه نندارتون کې به افغاني محصولات او تولیدات ۷۰ غرفو کې د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي.