ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 876

د اوبو او انرژي وزیر او کابل کې د چین سفیر بامیانو کې د لمریزې برېښنا پروژې له سیمې څخه لیدنه کړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د بامیان والي، کابل کې د چین سفیر او یو شمېر تخنیکي مسولینو بامیان ولایت کې د لمریزې برېښنا د پروژې له سیمې څخه لیدنه کړې.

د دې لیدنه موخه د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د زمینې چمتو کول ښودل شوي دي.

د اوبو او انرژي وزیر د پروژې د سیمې څخه د لېدنې پر مهال ویلي، چې د پروژې لومړني مطالعات مخکې ترسره شوې او اوس ټاکل شوې ده، چې دا پروژه د چین هېواد په بلا عوضه مرسته پلې شي.

ورته مهال د بامیان والي ویلي، چې د دې ولایت خلک برېښنا ته ډېره اړتیا لري او له همدې کبله تمه ده، چې د دې پروژې چارې ډېر ژر پیل شي.

هم‌مهاله د چین سفیر ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د دې پروژې پلي کولو ته ژمن دی.

د لمریزې برېښنا یاده پروژه به د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري، چې په پلي کېدو سره به یې برېښنا ته د لاسرسي په برخه کې د بامیان د خلکو ډېرې ستونزې اوارې شي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۲ زره او ۶۰۳ ته ورسېد

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر ۷مه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې غزه کې ۴۲ زره او ۶۰۳ فلسطینیان شهیدان او ۹۹ زره ۷۹۵ نور ټپيان شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۸۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

پر دې سربېره غزه کې شاوخوا ۱۰ زره کسان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې بند پاتې دي.

دې تړانګه کې لا هم د صهیونیستي یرغلګرو بریدونه دوام لري او هېڅ ځای پکې خوندي نه دی، تر دې چې د دوی له لوري په اعلان شویو خوندي سیمو هم بریدونه کېږي. ښوونځي، روغتونونه، عبادت ځایونه او د خوندي اعلان شویو سیمو په شمول هر ځای په نښه کېږي، چې له امله یې په ورځني ډول لسګونه فلسطینیان قرباني کېږي.

اسرائیلي یرغلګرو تېره شپه د غزې په شمال بیت‌لاهیا ښار کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر استوګنیز کمپلکس خونړی هوايي برید وکړ، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ ۸۷ فلسطینیان پکې شهیدان او یا هم تر ویجاړیو لاندې نادرکه دي. دغه‌راز له ۴۰ زیات پکې ټپيان شوي.

تر دې وړاندې وفا خبري اژانس ویلي و، چې په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

له دوو اونیو ډېره موده کېږي، چې اسرائیلي یرغلګرو شمالي غزه محاصره کړې او پرله‌پسې یې ځمکني او هوايي بریدونه جاري ساتلي، چې له امله یې د مېشتو زرګونه بې‌ځایه شویو فلسطینیانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې انروا دا حالت ویجاړوونکی او بشپړ ناورین ګڼلی دی.

د اکتوبر له ۵مې راهیسې صهیونیستي عسکرو د غزې په شمال کې پراخه پوځي عملیات پیل کړي، سیمه یې په بشپړ ډول محاصره کړې او شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان خوړو، اوبو او روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

د کرنې او مالداري وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیا ته سفر وکړ

د کرنې او مالداري وزیر مولوي عطاء الله عمري د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پکتیا ته سفر کړی او د یاد ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره یې لیدنه کړې.

په دې پلاوي کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد، د افغان کارت امارتي شرکت مشر سید احمد آغا او د ځنګلونو د ساتنې (شنه قطعې) قوماندان عبدالحلیم یاسین هم شامل دي، چې پکتیا کې یې د څنګلونو وضعیت څېړلی.

د کرنې وزیر له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې ځنګلونه د هېواد یو له ملي شتمنیو څخه دی او د دې شتمني یوه برخه په پکتیا ولایت کې موقعیت لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د کابینې او اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ باید د هېواد ځنګلونه خوندي شي.

مولوي عطاء الله عمري زیاته کړې، چې د ځنګلونو پرې کول او د لرګيو لېږد بالکل منع دى او په تېرو درېيو کلونو کې د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې لپاره هلې ځلې شوې دي.

دغه‌راز دا هڅې بسنه نه کوي او د هېواد د ځنګلونو د ډېرولو لپاره باید ډېر کار وشي.

د کرنې د وزیر په وینا؛ د ځنګل ساتونکو د استخدام، د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي او له ځنګلي سرچینو څخه په اغېزمنه توګه د استفادې لپاره به لا هڅې وشي.

نوموړي له سيمه ييزو ادارو غوښتي، چې په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د پکتيا والي هم ډاډ ورکړی، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره به پوره هڅه او همکاري کوي.

نوموړي دغه راز په غونډه کې حاضرو ملکي او نظامي مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د ځنګلونو وضعیت ته جدي پاملرنه او ساتنه یې وکړي.

پکتيا د هېواد په سویل ختيځ کې يو له هغو لسو ولايتونو څخه دى چې ډېر ځنګلونه لري.

اقتصادي معاونیت: په تېرو دوو کلونو کې له ۶۲ زرو ډېر سوالګر راټول شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې یې کابل او ولایتونو کې ۶۲ زره او ۱۹۳ سوالګر راټول کړي دي.

په یادو څه باندې ۶۲ زره سوالګرو کې ۵۸ زره او ۸۴۱ په کابل، ۱۲۲۷ په ننګرهار، ۱۴۱ په پکتیا، ۲۰۸ په لغمان، ۳۵ په پروان، ۱۰۷۱ په هرات، ۴۰۳ په خوست، ۲۷ په نیمروز، ۸۰ په فاریاب او ۱۶۰ په سمنګان ولایت کې راټول کړل شوي دي.

اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې سوالګرو کې ۲۷ زره او ۷۱۵ مستحق، ۳۱ زره او ۱۲۶ حرفوي او پاتې نور یې بې سرپرسته ماشومان او په نشه‌يي توکو روږدي کسان دي.

افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل شوې، چې لا هم دوام لري.

د اقتصادي چارو کارپوهان: د افغان-قزاق نندارتون د افغاني تولیداتو او محصولاتو د بازار موندنې او پلور لپاره ښه فرصت دی

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو د دویم نندارتون جوړول د بازار موندنې او پلور لپاره یو ښه فرصت ګڼي.

دوی وايي، چې د الماتا په نندارتون کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون او د دوه اړخيزو ناستو جوړول به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا سبب شي.

هم‌مهاله د غالیو د اتحادیې رییس عبدالمنان حیدري وايي، چې د قزاقستان بازارونه د افغاني محصولاتو او تولیداتو د خرڅلاو لپاره ښه فرصت دی او له دې لارې یاد محصولات منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته رسېدلای شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د صنعت او سوداګري د وزیر نورالدین عزیزي په مشري د اسلامي امارت ۲۵۰ کسیز پلاوي د تېرې جمعې په ورځ د افغاني تولیداتو په نندارتون کې د ګډون په موخه قزاقستان ته سفر کړی.

یاد نندراتون به نن یکشنبه د قزاقستان په الماتا ښار کې د څه باندې ۲۰۰ افغان سوداګرو په ګډون پرانیستل شي.

د سړکونو د حریم په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا!

افغانستان یو غرنی هېواد دی، په وچه کې موقعيت لري او د سوداګرۍ په برخه کې د سیمه ییزې څلور لارې حیثیت لري.

ټولګټو وزارت دې اقتصادي موخې ته په پام سره د لویو لارو او سړکونو رغونې ته ډېره پاملرنه کړې ده. دا مهال د هېواد لویې لارې او سړکونه د پراخیدو په حال کې دي. د لویو لارو او سړکونو حریم په سړکونو پورې تړاو لري.

د ټولګټو وزارت د مقررې پر اساس د لويو لارو حریم په لاندې ډول دی.

۱- لومړی ډول لوړ سرعت لرونکې لویې لارې: هغه لویې لارې دي چې څلور او یا له هغه څخه زیاتې کرښې ولري.

دغه ډول لویې لارې د سړک له مرکز څخه دواړو لورو ته ۵۰ متره حریم لري، چې ټولټال حریم یې ۱۰۰ متره کېږي او د ترافیکو حجم یې په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۲ زره څخه تر ۳۰ زره پورې رسیږي.

۲- دویم ډول لوړ سرعت لرونکې لویې لارې: هغه لویو لارو او سړکونو ته ویل کېږي، چې د تګ او راتګ لپاره ۴ کرښې ولري، د سړک له مرکز دواړو لوروته ۲۵ متره حریم لري، چې ټول ټال حریم یې ۵۰ متره کیږي او د ترافیکو حجم یې په ۲۴ ساعتونو کې له ۵ زره څخه تر ۱۲ زره پورې رسیږي.

۳- لومړی ډول اساسي سړکونه: هغو سړکونو ته ویل کېږي، چې دوه اسفالټي کرښې لري او د سړک له مرکز څخه دواړو لورو ته ۱۵ متره حریم لري، چې ټولټال حریم یې ۳۰ متره کیږي او د ترافیکو حجم یې په ۲۴ ساعتونو کې له ۲ زره څخه تر ۵ زره پورې رسیږي.

دا چې هېواد د پرمختګ په حال کې دی او سړکونه هم د رغونې او بیارغونې په حال کې دي؛ نو په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو څخه په خورا درنښت هیله کوي، چې د سړکونو او لویو لارو په حریم کې دې د ودانیو او نورو تاسیساتو له رغولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

په قانوني ډول هېڅوک حق نه لري، چې د سړکونو په حریم کې تاسیسات او ودانۍ ورغوي.

که چېرې څوک سړکونو ته څیرمه ودانۍ او تاسیسات رغوی نو له رغولو مخکې دې د ټولګټو وزارت د اړوند ولایتي ریاستونو او یا له مرکز سره موضو شریکه کړي.

که څوک پخپل سر سړکونو ته څیرمه (د سړکونو په حریم کې)ودانۍ او تاسیسات ورغوي، دسړکونو د پراختیا او رغونې په موخه د ویجاړیدو په صورت کې د شکایت حق نه لري.

د یادونې وړ ده، چې د سړکونو د حریم په اړه مسوده د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۲۲مه غونډه کې په ۱۴۴۵/۱۱/۱۱ نیټه تایید او د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د ۶۳۴۵ کڼې حکم پر اساس په ۱۴۴۵/۱۲/۲۶ نیټه یاده مسوده منظور شوې ده او دا مهال تر قانوني پروسې لاندې ده.

شمالي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۷۳ فلسطینیان شهیدان شوي

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو تېره شپه د غزې په شمال بیت‌لاهیا ښار کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر استوګنیز کمپلکس خونړی هوايي برید کړی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۳ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

د دې برید له امله یاد کمپلکس په بشپړ ډول ویجاړ شوی، لسګونه کسان ټپیان شوي او ګڼ نور لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د یاد راپور له مخې، پر دې سربېره اسرائیلي الوتکو د العوده روغتون په انګړ کې د بې‌ځایه شویو پر خیمو ډزې کړې او امبولانسونه يې په نښه کړي دي.

د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې په سیمه کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د پرې کېدو له امله بیت‌لاهیا کې د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ دي.

له دوو اونیو ډېره موده کېږي، چې اسرائیلي یرغلګرو شمالي غزه محاصره کړې او پرله‌پسې یې ځمکني او هوايي بریدونه جاري ساتلي، چې له امله یې د مېشتو زرګونه بې‌ځایه شویو فلسطینیانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې انروا دا حالت ویجاړوونکی او بشپړ ناورین ګڼلی دی.

له دوو اونیو په ډېره موده محاصره کې د غزې شمال ته هېڅ بشري مرستې نه دي پرېښودل شوې او اوسېدونکي یې له سخت حالت سره مخ دي.

دغه‌راز جبالیا کمپ کې د صهیونیستي عسکرو له لوري ځمکني او هوايي بریدونه جریان لري، چې د تېرې جمعې په ورځ پر جبالیا کمپ هوايي برید کې د ۲۱ مېرمنو په ګډون ۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۸۵ نور ټپیان شول.

پر دې سربېره اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال کې درې رغتونونه -کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي- هم کلابند کړي.

د اکتوبر له ۵مې راهیسې صهیونیستي عسکرو د غزې په شمال کې پراخه پوځي عملیات پیل کړي، سیمه یې په بشپړ ډول محاصره کړې او شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان خوړو، اوبو او روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

د صهیونیستي یرغلګرو ټانکونه د جبالیا کمپ زړه ته رسېدلي او لسګونه کورنه یې په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ویجاړ کړي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۲ زره او ۵۱۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۹ زره ۶۳۷ نور ټپیان شوي دي. پر دې سربېره زرګونه نور تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې بند پاتې دي.

مولوي نور جلال جلالي: ناروغانو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدماتو رسول د عامې روغتیا وزارت دنده ده

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیایي پروژو له مسولینو سره د پراختیايي پروژو په برخه کې د مصرف شوې بودیجې د ارزونې په موخه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي او د وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر ناروغانو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدماتو رسول د عامې روغتیا وزارت دنده بللې او په همدې موخه یې د یاد وزارت لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پر اغېزمن مصرف ټینګار کړی دی.

مولوي نور جلال جلالي همداراز د پراختیايي پروژو په برخه کې د بودیجې اغېزمن مصرف، د چارو لا چټکتیا او شته ستونزو د حل په موخه د مالي او اداري چارو د مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت په مشري یوه ځانګړې تخنیکي کمېټه ټاکلې ده.

دغه‌راز د روغتیايي پروژو مسولینو ته یې دنده سپارلې، چې د پراختیايي پروژو په برخه کې دې د مصرف شوې بودیجې راپور چمتو او د ټاکل شوې کمېټې سره دې شریک کړي، تر څو د پاتې بودیجې د اغېزمن مصرف په برخه کې لازم تدابیر ونیول شي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت کې ټول افغانان یو شان حقونه لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې مېشت د احمدزيو له يو شمېر مخورو او د جوزجان او سرپل ولایتونو له مجاهدينو سره لیدنه وکړه.

په پیل کې د‌ بګراميو ولسوالۍ د احمدزيو مخورو د اسلامي نظام حاکمیت د ولس لویه هیله بللې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو ډېرې ستونزې حل شوي.

همدارنګه په بېلابېلو برخو کې یې خپلې ستونزې او غوښتنې له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د سرپل او جوزجان ولایتونو مجاهدينو د تېر شل کلن اشغال پر مهال د مجاهدینو سرښندنو ته په اشارې ویلي، چې اوس هم د اسلامي نظام د پاېښت او ولسونو ته د خدمت لپاره هر ډول همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.

دوی پخپلو سیمو کې د مخابراتي خدماتو، کلینیک، سړک او پلچکونو د جوړېدو او په لیرې پرتو سیمو کې یې د ولسونو د ستونزو د‌ حل په موخه د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال قومي مخورو او مجاهدينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د اشغال پای ته رسېدو او د اسلامي نظام د راتګ په برخه کې د ټولو مجاهدینو او ولس هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د افغانانو شریک کور دی او ټول پکې یو شان حقونه لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې ولسونه خپلې ستونزې او غوښتنې له اسلامي امارت سره شریکولای شي، حکومت به یې پر وخت غږ واوري او د هغوی وړاندېزونو ته به رسیدنه وکړي.

نوموړي د احمدزيو یادو مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل لپاره به یې اړونده ادارو ته اړینې لارښوونې وکړي.

دغه‌راز اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام د جوزجان او سرپل ولایتونو د خلکو غوښتنو ته رسیدنه وکړي او اړوند ادارې به په دې برخه کې ژر لاس په کار شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸) تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰) کورنیو سره مجموعًا (۹۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸۹) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۲۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۶۵) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۶۳) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۸۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۲۸۹) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۶۵۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵) کورنیو سره مجموعًا (۳۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۲۱۲) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۲۳) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۲۳۹) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱) تنه و، کندوز، بلخ، تخار او بدخشان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۲۱۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۴۳) کورنۍ او (۱۷۹) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۶) کورنۍ او (۶۹) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۳۷) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۷۰۵) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۴۶) عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء