ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې او مالداري وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیا ته سفر وکړ

د کرنې او مالداري وزیر مولوي عطاء الله عمري د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پکتیا ته سفر کړی او د یاد ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره یې لیدنه کړې.

په دې پلاوي کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد، د افغان کارت امارتي شرکت مشر سید احمد آغا او د ځنګلونو د ساتنې (شنه قطعې) قوماندان عبدالحلیم یاسین هم شامل دي، چې پکتیا کې یې د څنګلونو وضعیت څېړلی.

د کرنې وزیر له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې ځنګلونه د هېواد یو له ملي شتمنیو څخه دی او د دې شتمني یوه برخه په پکتیا ولایت کې موقعیت لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د کابینې او اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ باید د هېواد ځنګلونه خوندي شي.

مولوي عطاء الله عمري زیاته کړې، چې د ځنګلونو پرې کول او د لرګيو لېږد بالکل منع دى او په تېرو درېيو کلونو کې د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې لپاره هلې ځلې شوې دي.

دغه‌راز دا هڅې بسنه نه کوي او د هېواد د ځنګلونو د ډېرولو لپاره باید ډېر کار وشي.

د کرنې د وزیر په وینا؛ د ځنګل ساتونکو د استخدام، د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي او له ځنګلي سرچینو څخه په اغېزمنه توګه د استفادې لپاره به لا هڅې وشي.

نوموړي له سيمه ييزو ادارو غوښتي، چې په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د پکتيا والي هم ډاډ ورکړی، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره به پوره هڅه او همکاري کوي.

نوموړي دغه راز په غونډه کې حاضرو ملکي او نظامي مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د ځنګلونو وضعیت ته جدي پاملرنه او ساتنه یې وکړي.

پکتيا د هېواد په سویل ختيځ کې يو له هغو لسو ولايتونو څخه دى چې ډېر ځنګلونه لري.