ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 889

بهرنیو چارو وزارت بلوچستان کې د سکرو کانونو په کاریګرو وسله‌وال بریدونه غندلي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بلوچستان ایالت دوکۍ سېمه کې د سکرو کانونو په کاریګرو د ناپېژانده وسلوالو بریدونه چې له امله یې د څلورو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر شهیدان شوي، په کلکو ټکو غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د څښتن تعالی له دربار څخه یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې.

یاد وزارت همدا راز د پاکستان په حکومت غږ کړی، چې د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار لازم اقدامات ترسره کړي.

 د بهرنیو چارو وزارت په کوېټه کې د افغانستان اسلامي امارت لویې قونسلګرۍ ته دنده سپارلې ده، چې افغانستان ته د افغانانو د جنازو د انتقال په اړه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر: تردې دمه نږدې ۵۸ زره سوالګر راټول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال او د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر ملا عبدالحق اخوند همکار وايي؛ تر دې مهاله یې نږدې ۵۸ زره سوالګر راټول کړي، چې له ډلې يي شا وخوا ۲۷ زره مستحق پیژندل شوي او ۱۴ زره اړمنې کورنې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپیژندل شوي او پاتې نور یې حرفوي سوالګر دي چې د ثبت او بایومیتریک وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

نوموړی زیاتوي هغه حرفوي سوالګر چې د ثبت او بایو میتریک وروسته بیا هم سوال کولو ته مخه کړي تر نیولو وروسته به په حبس محکوم شي.

ورته مهال هېوادوال د اسلامي امارت د غه اقدام ستایي او وايي، چې پدې سره په ټولنه کې اصلي بې وزله له حرفوي او مسلکي سوالګرو بېل او د حکومت لخوا به یې لاسنیوی وشي.        

د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لورې توشیح او د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شوی دی، دغه قانون یوه مقدمه درې فصلونه او ۲۷ مادې لري چې له مخې به یې د اړمنو لاسنیوی او حرفوي سوالګر به په حبس محکو م شي.

امریکا کې سخت توپان او بړبوکۍ ۱۶ کسان وژلي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د امریکا په فلوریډا ایالت کې د سخت توپان او بړبوکۍ له امله ۱۶ تنو د وژلو سربېره ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د فلوریډا ایالت سیمه‌ییزو مسولینو ویلي، چې دغه توپان تېره ورځ (پنجشنبه، د تلې ۱۹مه) دغه ایالت ته داخل شو، چې له امله یې د درې میلیونه کورونو او کارخونو برېښنا هم پرې شوې ده.

د فلوریډا والي ‘ران دي‌سانتس’ په راتلونکو ورځو کې دغه ایالت کې د سختو سېلابونو راوتلو خبرداری هم ورکړی.

نوموړي زیاته کړې، امکان شته چې د توپان د اغېزو له معلومېدو وروسته د مړو شمېر کې زیاتوالی راشي.

د دې سخت توپان له امله د فلوریډا لوېدیځ سن‌پیترزبرګ ساحلي سیمه کې کورونو ته د اوبو رسولو شبکه هم زیانمنه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دوه اونۍ وړاندې د هېلن په نوم یو بل ځواکمن توپان هم د امریکا سویل ختیز ایالتونه ځپلي وو، چې له ۲۰۰ زیات کسان یې وژلي وو او ګڼ شمېر کسان لا هم لادرکه دي.

دغه توپان نږدې دوو لسیزو کې امریکا کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  پنجشنبې ورځ، د ۷/۴/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۹/۷/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۱۶ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۴۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۳۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تورخمکې ۳۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

غذا: نن په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته ۳۴۰ خوراکه ډوډۍ ووېشل شوه.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۱۷ کورنیو سره ټولې ۱۳۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 ۶۳ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۷۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۷۶۴ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له ۵۸ کورنیو سره ټولې ۴۳۰ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۸۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۷۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۹۲ کورنیو سره ټولې ۶۸۸ زره افغانۍ مرسته وشوه.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۲ تنه وو، کندوز بغلان، پکتیکا، تخار، پروان، جوزجان، سرپل، خوست او لوګر ولایتونو ته په خوندي توګه لیږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۷۱ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکول شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي

ثبت شوي کډوال: ۲۵۰ کورنۍ، ۱۰۱۶ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۲۲ کورنۍ، ۱۷۲ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۱۱ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۷۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۸۹ عدده

مولوي مطیع الحق خالص: د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې چاپېریالي پروژې دې ژر تر ژره پیل شي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د پنج‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۹مه نېټه د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) د استازولۍ رییس نیسفور میګندي سره په خپل کاري دفتر کې د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو او د څه‌باندې ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د دې ادارې د ۳۲ ځنډول چاپېریالي پروژو د بیا پیل په اړه خبرې کړې دي.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د دې ادارې د فعالیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په هره برخه کې ډیر زیانمن شوی، په هغه مهال کې د قانوني حکومت نشتون له امله د هېواد ځنګلونو، وحشي ژوو او په ټوله کې چاپېریالي وضعیت ته ډیر زیات زیان اووښتی او اوس په ټول افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی د نړیوالو لخوا پرې سیاسي بندیزونه لګول شوي چې تاوان یې عامو ولسونو ته رسیږي.

اقلیمي بدلون هم هغه ګواښ دی چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی.

مولوي مطیع الحق له نړیوالو غوښتنه کړې، چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کوي او د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې چاپېریالي پروژې چې ارزښت یې څه باندې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي، ژر تر ژره بیا پیل کړي.

نوموړي سپارښتنه کړې، که د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو لاس‌نیوی ونشي؛ نو ولسونه به د ډیرو ستونزو سره مخ شي.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ د چاپېریال ساتنې ملي اداره دا مهال د ۱۶ چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، چې له بده مرغه په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکول کيږي، نو له نړیوالو ارګانونو څخه مو دا هیله ده چې په نړیواله کچه چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې د مسولینو د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ ترڅو موږ وکولی شو د افغانانو ستونزې نړیوالو ته ورسوو.

د دې ادارې عمومي رییس ویلي، د ځنګلونو د بیا احیا، وحشي ژوو، مرغانو او ساتل شوو سیمو د ساتنې او ښکار د مخنیوي لپاره مو جدي اقدامات پیل کړي او همدا راز پر دې کار کوو چې خلکو ته د ځنګلونو د ساتنې په بدل کې بدیل کارونه پیدا کړو؛ ښارونو کې د فاضلابو د مدیریت او هواککړتیا راکمولو لپاره مو هم کارونه پیل کړي دي.

ښاغلي خالص د (IFRC) له مسول غوښتنه کړې؛ چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د چاپېریالي، دفتري، کاري او ترانسپورتي وسایلو د تجهیز په برخه کې همکاري وکړي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) د استازولۍ رییس نیسفور میګندي د ګډ کار ژمنه کړې او ویلي يي دي، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د مرستو راجلبولو په تړاو به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.

نوموړي زیاته کړې، اقلیمي بدلون یو ناورین دی او موږ چمتو یو چې په دې برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په ګډه کار وکړو.

د لیدنې په پای کې دواړو خواوو په ګډ کار او مشترکې همکارۍ ټینګار کړی او په افغانستان کې له شته ملي او نړیوالو ارګانونو غوښتنه شوې، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې د افغانستان ستونزې تر نړیوالو ورسوي؛ ترڅو د شته چاپېریالي ستونزو لپاره حل لارې پیدا شي.

د شبرغان ــ دښت الوان ۵۰۰ کېلو ولټ برېښنا لېږد مزي د چارو پر چټکتیا ټینګار

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د خپل کار په دفتر کې د افغان انویسټ شرکت له رییس شیر باز کمین زاده سره لیدنه کړې.

ډاکټر عبدالباري عمر د شبرغان – دښت الوان ۵۰۰ کېلو ولټ برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو پر چټکتیا او بشپړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي، غواړم چې راتلونکو څو ورځو کې یې چارې له نېږدې وڅارم.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ موږ ته خپل داخلي شرکتونه او پانګوال ډېر ارزښت او لومړیتوب لري، د پانګونې په موخه دې موږ ته خپلې طرحې وړاندې کړي، موږ یې خدمت کې یوو او ترڅنګ یې د هر اړخېزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د افغان انویسټ شرکت رییس د یاد مزي د پاتې چارو د چټکتیا او د ژر بشپړتیا ډاډ ورکړی او هم یې په بېلا بېلو نورو برخو کې د طرحو وړاندې کولو او پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې.

مولوي مطیع الحق خالص: اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعتبار لوړېدو ته په ملي او نړیواله کچه ژمن دی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۸مه نېټه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له رییس ریچارډ او ورسره پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او د مختلفو چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو یې خبرې کړې دي.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله خبرې کړې او ويلي يي دي، افغانستان اقلیمي بدلون ډیر ځپلی او موږ غواړو چې له نړیوالو او ملي ارګانونو سره په ګډ تعامل او مشترک کار وکړو او د دې غم ځپلي ولس د هوساینې لپاره رغنده ګامونه پورته کړو.

مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې؛ اوسمهال د افغانستان خلک، ځنګلونه او حیوانات د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوي دي، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې هیڅ ونډه نه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره ګډو اقداماتو او ګډ تعامل ته اړتیا ده، ځکه اقلیمي بدلون یوه نړیواله مسله ده، که چېرې افغانستان سره په دې برخه کې همکاري ونشي؛ نو نړیوال به يې له منفي اغېزو خوندي نه وي او بیا به د دې لوی ناورین جبران نا ممکن وي.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس ویلي، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړیوالو ارګانونو او موسسو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده.

ښاغلي خالص زیاته کړې، په لوړه سطحه اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعتبار په ملي او نړیواله کچه لوړ شي او دا اداره د حکومت له هر ملاتړ څخه برخمنه ده.

نوموړي ټینګار کړې؛ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو، ترڅو له نړیوالو سره د تعامل زمینه برابره او د دې ادارې ځنډول شوې چاپېریالي پروژې پیل شي.

 ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې د چاپېریالي مسایلو په تړاو باید نړیوال ارګانونه هم د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره ګډ کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ښاغلي ریچارډ ویلي، (FAO) له افغانستان سره اوږه په اوږه کار کړی او ژمنه یې کړې چې له دې ادارې سره به په ګډه کار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ به هلې ځلې وکړو چې تمویلوونکي پر دې قانع کړو، چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

ریچارډ ویلي؛ په ټولو نړیوالو غونډو کې ما د افغانستان د چاپېریالي وضعیت انځور وړاندې کړی او ټینګار مې کړی چې چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د ځنډول شوو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره مو هم هڅې کړي دي او ډیرو تمویلوونکو خپلې ژمنې کړې دي.

ښاغلي ریچارډ ټینګار کړی،(FAO)  دې ته ژمنه ده چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې به د سفیر په توګه خپلې هڅې جاري وساتي.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس په خپلو خبرو کې زیاته کړې؛ ما د روسیې، برتانیې، چین، ترکیې او اذربایجان له سفیرانو د افغانستان د ځنډول شوو چاپېریالي پروژو د بیا پیل په تړاو بحثونه کړي او ټولو ژمنې کړې چې د یادو پروژو د بیا پیلیدو لپاره به هلې ځلې وکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواو په ګډې همکارۍ ټینګار کړې او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې به د نړیوالو همکارۍ را جلبولو لپاره په ګډه کار کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه شوې

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو او د امارتي شرکتونو رياست، کابل ښاروالۍ او همداراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بديل معيشت او د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزښت زنځير لوړولو لپاره پر جوړې شوې پینځه کلنې طرحې بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

د غونډې په پای کې د کورنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، ماليې او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو او علومو اکاډمۍ د اړوندو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.