ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 889

د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د طوطي میدان ګازو د ایستنې تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او اوزبیکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او ایستنې لس کلن تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له ایستل شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي.

د فاریاب ولایت د طوطي ميدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کيلومټره مربع مساحت لري، چې د ایستنې په پیل سره به یې تر ډېره حده د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له سفیر سره په تاشکند کې لیدنه کړې

شیخ عبد الغفار بحر پرون د ۱۴۴۶ هـ ق د ربيع الثاني ۶مه چې د ۲۰۲۴ د اکټوبر ۹مې سره سمون خوري د باورليک کاپي د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ته وسپارله.

په دې مراسمو کې ښاغلی سعیدوف د اسلامي امارت سفیر ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختیا کې مهم ګام وباله.

نوموړي وویل؛ اوزبیکستان او افغانستان ګټې شریکې دي او په تېرو درې کلونو کې ښه اقتصادي پرمختګ شوی، چې د سفیر په راتګ سره به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخې شي.

 عبدالغفار بحر وويل، خوښ یم چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر او فوق العاده استازي په توګه په اوزبیکستان کې خپله دنده پيلوم.

ښاغلي بحر د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړې کچې ته د اړيکو پورته کیدل یو مهم فصل وباله او د لا قوي کیدو او پراخیدو هیله یې وکړه.

همداراز نوموړي د افغانستان په اړه د اوزبیکستان د نیک نیت ستاینه وکړه او اوزبیکستان یې د افغانستان ورور هیواد و باله.

ښاغلي بحر په افغانستان کې راغلی ثبات یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.

په پام کې ده، چې د اسلامي امارت سفير به په نږدې راتلونکي کې د باورليک اصل د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۸۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۷ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره ټولې۲۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۱۸۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، کندهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي اویادو کورنیو ته نهه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ کورنیو سره ټولې۲۱۶ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۷۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۱۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۱ کورنیو سره ټولې۶۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۸۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۶ کورنیو سره ټولې۸۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، خوست، کندوز او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۶۰ کورنۍ او یو زر او ۱۷۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۵ کورنۍ او ۱۲۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۵۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۹۰ عدده

ترکیه د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنې کې همکاري کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د همغږې او همکارې اژانس (تیکا) موسسې له مسول فاضل اکین اردوغان سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د ټیکا موسسې مسول اکین د یادې موسسې د فعالیتونو په تړاو معلومات وړاندې کړي او ویلي يې دي؛ چې د ترکانو او افغانانو د ګډو کلتوري مشترکاتو او اوږدې ملګرتیا له مخې به د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه د ملي ارشیف، هنرستان او عامه کتابتونو د تجهیز په برخه کې به خپله همکاري پراخه کړي.

 اکین اردوغان زیاته کړې، د خپلو پرمختیایې او کلتور پرګرامونو له مخې به په نږدې ورځو کې د مولانا جلال الدین بلخې دوالد مدرسه او خانقا سروې او وروسته به د بیارغونې لپاره لاس په کار شي.

د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د یاد موسسې له اغیزمنو فعالیتونو مننه کړې او ویلي يې دي، ترکیې تل د افغانستان سره په پرمختیایې او فرهنګي کارونو کې مرسته کړې.

خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې سره په لیدنه کې د کډوالو په ستونزو خبرې کړي

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په پاکستان او ایران کې د کډوالو په ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو لخوا د کډوالو د جبري ایستلو یا نورو هېوادونو ته د لیږدولو، د داخلي بېځایه شوو د پایدار ادغام او هغوی ته د مرستو جلبولو په اړه خبرې شوي.
د کډوالو او راستنېدونکو وزیر د کډوالو په برخه کې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي؛ چې د کډوالو په نوم کېدونکې مرستې دې مستقیما کډوالو ته ورکړل شي او باید په اساسي کارونو، سرپناه، کاري زمینو او اقتصادي ملاتړ کې ولګول شي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسولیت بللی او ویلي یې دي، مونږ د کډوالو او نورو اړمنو د لاسنیوي لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندويه ادارو سره ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده او د کال ترپایه به ٣٦ میلیونه نوره مرسته هم ورسره وکړو.
دغه‌راز دواړو لوریو د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو لپاره د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړولو پریکړه کړې.

د ملا نورالدین ترابي او د ترکمنستان سفیر لیدنه؛ د پېښو په مدیریت کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

له پېښو سره د مبارزې تیاري ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه کړې او د بشري مرستو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې ملا نورالدین ترابي د ترکمنستان سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان او ترکمنستان دوست هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.

ښاغلي ترابي په اقتصادي برخه او بشردوستانه مرستو کې د ترکمنستان له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې، موږ تل د ترکمنستان هېواد له مرستو او همکاریو یادونه کړې.

له پېښو سره د مبارزې تیاري ملي ادارې رییس د ترکمنستان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه کړې.

نوموړي همدارنګه په هېواد کې د طبیعي پېښو او بېوزلۍ د زیاتوالي په اړه یادونه او د اړتیا له مخې یې د بشردوستانه مرستو غوښتنه کړې.

ورپسې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف له پېښو سره د مبارزې تیاري ملي ادارې رییس له مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوستۍ یادونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پراختیا غوښتنه کړې.

خواجه عوضوف ویلي؛ موږ د افغانستان خلکو لپاره له ملګرو هېوادونو څخه د بشردوستانه مرستو د غوښتنې او راجلبولو په موخه د همکار په توګه شتون لرو.

نوموړي د افغانستان لپاره په تېره یوه میاشت کې د خپلو مرستو یادونه کړې او ویلي يي دي، ستاسو د غوښتنې له مخې به خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

په پای کې دواړو خواوو په ټولو برخو، په ځانګړي توګه د پېښو په مدیریت کې د دوه اړخیزه دوستۍ او همکارۍ په پراختیا ټینګار کړی.

مولوي محمدیوسف مستري: مسولین د ټولو زندانیانو انساني حقونو ته درناوی لري

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

دواړو خواوو په دې لیدنه کې د ښځینه او نارینه زندانیانو د انساني حقونو، ښوونې او بیاروزنې، دیني، عصري او حرفوي زده کړو، مهارتونو او روغتیایي خدمتونو د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

مولوي محمدیوسف مستري ډاډ څرګند کړی، چې د دې ادارې رهبري، مسولین او پرسونل د اسلامي امارت د مشرتابه (حفظه الله) له خوا یادې ادارې ته د زندانیانو د ښه ساتلو اړوند د استول شوې ۳۹ ماده ییزې کړنلارې له مخې د ازادۍ سلب په ټولو اړوندو مرکزونو کې د ښځينه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو انساني حقونو ته درناوی کوي او تر خپلې وسې زیات یې هغوی ته په روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، ښوونيزو او روزنیزو، حرفوي، ورزشي او نورو اړتیا وړ برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ سره د دې چې د یوناما د دفتر اړوند څانګې (UNISEF, UNODC, UNWOMEN) او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) او نور مرستندویه همکار بنسټونه د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند د مرکز او ولایتونو زندانونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري، خو موږ هیله لرو چې د مرستو دا لړۍ لا نوره هم وغځېږي او دوام ومومي.

په ورته مهال، افغانستان کې د یوناما دفتر مشرې مېرمن اوتنبایوا او مل پلاوي یې ډاډ ورکړی، چې دوی به د تېر په څېر له دغې ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

تر یادې لیدنې وروسته، یاد پلاوی د دې ادارې د رهبرۍ په ملتیا، د کابل ولایت د ښځینه محبس د محبوسینو او د توقیفخونې توقیفیانو د وضعیت د ارزونې په موخه د هغوی سلولونه، خونې، خوړنځي، طعامخانه او نورې خدماتي برخې او چارې ارزولي، د ښځينه محبوسینو او توقیفیانو غوښتنې او وړاندیزونه یې اوریدلي او د هغوی د وضعیت له ښه والي یې ډاډ او رضایت ترلاسه کړی دی.

دغه راز د افغانستان لپاره د یوناما دفتر مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه د خوښۍ په څرګندولو وویل، دې ادارې تل نړیوالو همکارو بنسټونو ته له زندانونو څخه د کتنې او ارزونې زمینه برابرې کړې او له نېکه مرغه نوموړو بنسټونو هم د  زندانیانو وضعیت له نږدې ارزولې او ډاډمن شوي دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع: نړیوال دې د رښتینو موندنو په موخه د اسلامي امارت پرمختګونه له نږدې وګوري

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د یوناما د سیاسي برخې مسول سکاټ سمیت سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د یوناما د سیاسي برخې مسول ته د ښه راغلاست پرمهال د یوناما د مثبتو هلوځلو مننه کړې.

سکاټ سمیت د افغانستان اسلامي امارت پرمختګونو ته په اشارې ویلي؛ په دې اړه یې خپل پیغام نړیوالې ټولنې ته رسولی او لا هم هڅه کوي، چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه منعکس کړي او د اسلامي امارت پیغام هغوی ته ورسوي.

د یوناما د سیاسي برخې مسول زیاته کړې، کوښښ کوو چې د خبرو له لارې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ مثبتې اړیکې او د باور فضا رامنځته او د بحث وړ لویو موضوعاتو اساسي حل لارې وسنجول شي.

 ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ په کومو نړیوالو ناستو کې چې د اسلامي امارت مشرانو ته د ګډون ونډه ورکړل شوې، هغه ناستې مؤثره تمامې شوي.

نوموړي زیاته کړې، موږ تل د خبرو او تفاهم له لارې پر مهمو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادلې ته حاضر یوو. 

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس په وینا؛ د مثبت تعامل، همغږۍ او تفاهم له لارې ستونزو ته حل لارې پیدا او مثبت پیغامونه  شریک کېدلی شي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ اسلامي امارت هېوادوالو ته د هوساینې او خدماتو برابرولو، د سراسري امنیت د ټینګښت، د نشه یي توکو د مخنیوي، اقتصادي ودې، پراختیایي پروژو د پلي کېدو او نورو برخو کې ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لري چې باید حساب ورباندې وشي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس څرګنده کړې، کوچنیو او له حقایقو لیرې مسایلو ته د انعکاس ورکولولو پرځای دې نړیوال له نږدې څخه د اسلامي امارت بېلابېل پرمختګونه وګوري او له اصلي حقایقو دې ځان خبر کړي.

پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۲ زره او ۱۴۱ کسانو ژوند بایللی

د لبنان روغتیا وزارت وايي؛ د تېر اکتوبر میاشتې له ۸مې راهیسې، چې اسرائیلي یرغلګرو پر دې هېواد بریدونه پیل کړي، ۲ زره او ۱۴۱ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ زره او ۹۹ نور ټپیان شوي دي.

لبنان کې لا هم د صهیونیستي یرغلګرو د هوايي بریدونو سربېره ځمکني عملیات دوام لري.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، تازه د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله د ۵ روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۴ کسانو ژوند بایللی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

له بل لوري حزب‌الله ویلي، چې ځواکونه یې د لبنان په سویل کې له اسرائیلي عسکرو سره سخت مقاومت کوي او مخته تګ ته یې نه پرېږدي.

تازه اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د لبنان په سویل کې یې یو بل عسکر هم وژل شوی.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د لبنان په سویل کې د صهیونیستي رژیم د عملیاتو له پیل وروسته دا ۱۲م عسکر دی، چې له حزب‌الله سره په نښته کې وژل کېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي: علما دې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په عامه پوهاوي کې هڅه وکړي

امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو سیمو له یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې علماوو او مخورو په هېواد کې د سراسري امنیت او ثبات په ټینګښت خوښي ښودلې او ویلي يې دي؛ اسلامي امارت د زرګونو علماوو او نورو هېوادوالو د کوښښونو او سرښندنو په پایله کې په هېواد کې واکمن شوی، چې دا د ټولو افغانانو د ویاړ لامل دی.

دوی زیاته کړې، د هېواد ټول علما د نظام د پیاوړتیا او عامه اذهانو د تنویر په خاطر یو د بل ترڅنګ ولاړ دي او د اسلامي امارت مسولینو سره په همکارۍ هڅې کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د اسلامي امارت نظام د پیاوړتیا په برخه کې د هېواد د علماوو د هڅو او سرښندنو مننه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د هېواد ټول علما او مشران د دې ترڅنګ چې د هېواد د اولادونو د روزنې مسولیت لري، د خلکو د بېلا بېلو اقشارو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ د ټینګښت په موخه هم مکلفیت لري او اړینه ده، چې ټول د اباد او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې وکړو.