د لبنان روغتیا وزارت وايي؛ د تېر اکتوبر میاشتې له ۸مې راهیسې، چې اسرائیلي یرغلګرو پر دې هېواد بریدونه پیل کړي، ۲ زره او ۱۴۱ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ زره او ۹۹ نور ټپیان شوي دي.
لبنان کې لا هم د صهیونیستي یرغلګرو د هوايي بریدونو سربېره ځمکني عملیات دوام لري.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، تازه د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله د ۵ روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۴ کسانو ژوند بایللی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
له بل لوري حزبالله ویلي، چې ځواکونه یې د لبنان په سویل کې له اسرائیلي عسکرو سره سخت مقاومت کوي او مخته تګ ته یې نه پرېږدي.
تازه اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د لبنان په سویل کې یې یو بل عسکر هم وژل شوی.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د لبنان په سویل کې د صهیونیستي رژیم د عملیاتو له پیل وروسته دا ۱۲م عسکر دی، چې له حزبالله سره په نښته کې وژل کېږي.

