پروان کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې
د پروان ولایت په سرخپارسا، سیاګرد، شیخعلي ولسوالیو او د دې ولایت په نورو اړوندو سیمو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په همکارۍ د ۱۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په مجموعي ارزښت د استنادي دیوال، سربند او پلچک جوړولو د شپږو وقایوي پروژو کار پيل شو.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې تیارۍ رییس د پروژو د کار په پرانیست غونډه کې، چې پکې سیمهییز چارواکو او د سیمې خلکو ګډون کړی وو ویلي؛ دغه پروژې له پېښو سره د مبارزې تیارۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د یاد ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې کیفیت ته به یې جدي پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې ډول پروژو په پلي کولو سره به د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو کچه کمه شي.
همداراز یې له موسسو غوښتي، چې په وقایوي پروژو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د شینواري ولسوالۍ د کجکان کلي ۷۲ متره د کانال سربند او استنادي دیوال جوړول، په سیاګرد ولسوالۍ کې د استنادي دیوال او سربند جوړول، په دهنو کلي کې د ۴۵۰ متره استنادي دیوال جوړول، په سرخپارسا ولسوالۍ کې د تیرکوه کانال د سربند ترمیم، په شیخعلي ولسوالۍ کې د پلچک جوړول او په ګنبد کلي کې د کانال سربند جوړول پیل شوي دي، چې په بشپړېدو سره به یادې سیمې او یو شمېر نورې سیمې د سېلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شي.
د کانونو او پټروليم وزارت پلاوي د چين هېواد د کاني همکاریو پياوړتيا کنفرانس کې ګډون کړی
د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه پلاوي، چې د چین هونان ولایت د کاني همکاریو پياوړتيا کنفرانس کې یې د رسمي بلنې پر بنسټ ګډون کړی و د افغان هب اکسیم شرکت مشر، چې د دغه پروګرام همغږي کوونکی و، ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی او د کنفرانس موخه یې له ګډون کوونکو سره شریکه کړې ده.
په پل کې نوموړي ویلي؛ په افغانستان کې د یوه مجهز لابراتوار جوړول، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګوالو هڅول د دې وزارت لومړیتوبونه دي.
وروسته د هغه هېواد پانګوالو هر یو خپل شرکتونه معرفي کړي او د سرو زرو، مسو، مایکا (ابرک)، تالک، تېلو او ګازو، لیتیم، سرب او جستو، سروې، اکتشاف، ډیزاین او د لابراتوارونو جوړولو په څانګو کې یو شمېر شرکتونو خپله لېوالتیا څرګنده کړې او په افغانستان کې د کانونو د قرارداد د طرزالعمل د معلوماتو غوښتنه یې کړې.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان د طبیعي زېرمو د تړونونو د طرزالعمل او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړي او د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې اغېزمن بللي او له پانګوالو یې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
دغه راز یو شمېر افغان پانګوالو، چې په دې کنفرانس کې یې برخه اخیستې وه له چینايي پانګوالو څخه د سروې، اکتشاف او کانونو په برخه کې د عصري ماشینونو د لېږد غوښتنه کړې.
ياد شوي پلاوي په پای کې له يو شمېر پوهنتونونو، انستيتوتونو او د ابرک له دوو لويو کارخونو ليدنه هم کړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت: اسلامي امارت بانکي سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ بانکي سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې د یوه بنسټیز سکټور په توګه پرېکنده رول لري او پرمټ یې دا برخې پراختیا موندلی شي.
د دې لید پر بنسټ د افغانستان اسلامي امارت بانکي سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی دی.
یاد معاونیت زیاتوي؛ اغیزناک، خوندي او معیاري بانکي خدمتونه وړاندې کول، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د بانکي اړیکو پیاوړتیا، د شفافو حساب ورکوونکو سیستمونو رامنځته کول، خصوصي پانګه اچونه او په دې سکټور کې بنسټیزو اصلاحاتو ته زمینه برابرول یې د کارونو په سر کې ځای لري.
د دې معاونیت په وینا؛ د هېواد لرې پرتو سیمو ته د بانکي خدمتونو رسول، د بانکي سکټور په کړنو کې ښه والی، په ټول هېواد کې په افغانیو راکړه ورکړه او په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اثارو نه کارېدل، د بهرنیو اثارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل، د افغاني بانک نوټو چاپول، بازار ته یې وړاندې کول او په بدل کې یې د بازار څخه د مندرز بانک نوټو راټولول او سوځول، د اسلامي بانکولۍ دودول، د پخوانیو تضمیناتو، طلباتو او تامیناتو ورکړه، د اداینې او معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستمونو پراختیا، انفلاسیون مطلوبې کچې ته راټیټول، د مشتریانو پر امانتونو د محدودیتونو تدریجې کمېدل، په خصوصي بانکونو کې د نغدینګي ستونزو حل، مالي قضیو ته په محاکمو کې لومړیتوب ورکول او د بانکونو له لارې د عوایدو راټولول هغه ګامونه دي چې د بانکي سکټور د تقويي په موخه اخیستل شوي دي.
هغه عوامل چې د افغانۍ د ارزښت ساتنې او لوړېدو په برخه کې مرسته کړې ده، د افغانستان بانک له لوري د معقولو پولي سیاستونو تطبیق، بهرنیو هېوادونو ته د اثارو د قچاق مخنیوی، صادراتي وده، په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی، په هېواد کې د ملي او سیمه اییزو پروژو پیل او د له هېوادونو سره د سوداګریزې پراختیا څخه عبارت دي.
افغانستان د حفظ او حسن قرائت په نړيوالې سيالۍ کې دريم او څلورم مقامونه وګټل
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي؛ ترکيه کې د حفظ او حسن قرائت د نهمې دورې په نړيوالې سيالۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ ګډونوالو درېيم او څلوم مقامونه وګټل، چې په ياد هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي اتشې په هڅو د سفارت له لوري وستايل شول.
ښاغلی غفران زیاتوي؛ یاده سيالي هر کال په ترکيه کې د شاوخوا ۵۰ اسلامي هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، چې سږ کال د افغانستان په استازولۍ قاري عبدالرب ایوبي په حسن قرائت کې درېيم مقام او قاري شفیق اميني د قرانکريم د حفظ په برخه کې څلورم مقام خپل کړ.
نوموړی وايي؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي اتشې په هڅو د ترکيې په مرکز انقرې کې د اسلامي امارت سفارت ياد دوه تنه حافظان چې هېواد ته يې وياړ په برخه کړ او د ۵۰ هېوادونو ترمنځ يې دريم او څلورم مقامونه ګټلي وو، په مادي او معنوي ډول وستايل.
اسلامي امارت تېر کال د هېواد په کچه د ۳۵۵ چکډېمونو پروژې پیل کړي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، اسلامي امارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد په کچه د ۳۵۵ چکډېمونو پروژې پیل کړي، چې ډېری یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
یاد معاونیت زیاته کړې؛ چې د دې چکډېمونو پروژو له جملې څخه ۱۳۸ پروژې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت او ۱۰۰ پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند دي.
هېره دې نه وي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اوبو لویو او کوچنیو بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د ارزاقو امارتي شرکت: نږدې راتلونکې کې به د خوراکي توکو مغازې بېرته فعاله شي
د ارزاقو امارتي شرکت مسولین وايي؛ دغه امارتي شرکت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدېخوا خپل فعالیت پیل کړی چې، په نږدې راتلونکي کې به د پلان له مخې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول په موخه تړلې دولتي مغازې بیا فعاله کړي.
د شنونکو په باور، له دې سره به له یوې خوا کورني عوایدو کې زیاتوالی راشي او له بلې خوا به د نرخونو کنټرول په ښه توګه وشي.
بلخوا یو شمېر هېوادوال د اسلامي امارت له دغې پرېکړې هرکلی کوي او پر ژر پيل یي ټینګار کوي.
د مسولینو په وینا، یاد شرکت له یو شمېر امارتي ادارو سره د همکاریو هوکړې کړي او د ډېرو امارتي ادارو لېوالتیا زیاته شوې چې له دغه شرکت سره د همکاریو هوکړې وکړي.
سمنګان کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې
د ټولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت اړوند د خرم او سارباغ ولسوالۍ کې د ملاعلي پُل، چې څه موده وړاندې د سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، دا مهال یې د بیارغونې چارې د سمنګان ولایت د ټولګټو رییس او یو شمیر سیمه ییزو مسولینو په شتون کې پیل شوې.
دغه پل چې ۳۶ متره اوږد والی او ۶.۲ متره پلنوالی لري، د بیارغونې چارې یې د شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصی سکتورسره قرارداد شوې دي.
یاد پل د ورستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې په بیارغونې سره به یې د خلکو شته ستونزې ترډیره حده کمې شي.
د سیمې خلک د یادې پروژېې پر پلي کېدو خوښي څرکندوي او وایې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د دغې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې د پخوا په پرتله ډیرې کمې شوي دي او د مسولینو څخه یې د دا ډول نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه یې هم کړې.
ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنې پټلۍ په رغونه او بیارغونې سره درنو هېواد والو ته بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په چین کې د مرخېړیو د تولید له فارمونو څخه لیدنه وکړه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مرخېړیو د تولید له فارمونو څخه لیدنه کړې.
دغه فارمونه د مرخېړیو په کرنه او تولید کې له نوېو طریقو او پرمختللې ټیکنالوژۍ څخه کار اخلي او د عصري کرنې او لوړ غذایي ارزښت لرونکو محصولاتو د تولید په توګه پېژندل کېږي.
مولوي عثماني د دې فارمونو د لیدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د مرخېړیو د تولید پر ارزښت د یو اقتصادي او مغذي محصول په توګه ټینګار کړی او د مرخېړیو د کرنې او روزنې په برخه کې یې د چین د بریالیو تجربو د کارونې غوښتنه کړې.
په دې لیدنو کې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سلاکار میرویس خوګیاڼي هم شتون درلود.
غزه کې د صهیونیستي رژیم د وحشیانه هوايي بریدونو له امله ۸۴ تنه شهیدان شوي
د الجزیري خبري شبکې د راپور له مخې، شمالي غزه کې د اسراییلو له لوري پر استوګنیزو ودانیو د تازه هوایي بریدونو له امله ۸۴ تنه شهیدان شوي، چې څه باندې ۵۰ یې ماشومان دي.
د غزې حکومت د رسنیو دفتر هم یاد هوايي بریدونه تایید کړي او دا ډول وحشیانه بریدونه یې د غزې وګړو نسل وژنه یاده کړې.
بلخوا، د لبنان له جنوبي برخې څخه د اسرائیلو په شمالي سیمه توغندي توغول شوي.
د اسرائیلو د کورني جبهې قومنداني ویلي؛ یاد توغندي د اکر، ناهاریا، حيفا خلیج او نورو سیمو ته رسیدلي دي، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
له دې وړاندې هم د حزب الله غورځنګ د اسرائیلو په مرکزي ښارونو هاشارون او تیره کې ګڼ شمېر توغندي توغولي، چې پکې شاوخوا ۳۰ کسان ټپیان شوي وو.
تر اوسه په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې په پایله کې ۴۳ زره او ۲۵۹ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۰۱ زره او ۸۲۷ تنه ټپیان شوي دي.
