ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت تېر کال د هېواد په کچه د ۳۵۵ چک‌ډېمونو پروژې پیل کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، اسلامي امارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد په کچه د ۳۵۵ چک‌ډېمونو پروژې پیل کړي، چې ډېری یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

یاد معاونیت زیاته کړې؛ چې د دې چک‌ډېمونو پروژو له جملې څخه ۱۳۸ پروژې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت او ۱۰۰ پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند دي.

هېره دې نه وي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اوبو لویو او کوچنیو بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.