د اوزبېکستان د تاشکند ولایت والي، ظاهر میرزایف، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره په لیدنه کې ویلي چې د روان کال په جولای میاشت کې به له شاوخوا ۱۰۰ اوزبېک پانګهوالو سره افغانستان ته سفر وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، مولوي احمدالله زاهد په دې لیدنه کې افغانستان د پانګونې لپاره مناسب بازار وباله او له اوزبېک پانګهوالو یې وغوښتل چې د صنعت، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې پانګونه وکړي.
همدارنګه دواړو لوریو د پانګونې فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د رول د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

