د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې د دې وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ (سه شنبه د غبرګولي ۲۶مه) د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۱۰۲ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او مناسبې سرپناه د برابرولو په موخه، دا ځل په ننګرهار، فراه، هلمند، نیمروز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نومرو برخمنې شوې.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۴۰۱، فراه ولایت کې ۲۳۵، سمنګان ولایت کې ۲۷۰، بلخ ولایت کې ۱۰۲، هلمند ولایت کې ۶۰ او په نیمروز ولایت کې ۳۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې یوازې د تېرې سېشنبې ورځې په جریان کې د استوګنیزو ځمکو د نمرو له وېش څخه ۱۱۰۲ کورنۍ برخمنې شوې، چې ورسره په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۷ زره او ۸۹ کورنیو ته رسېدلی دی.
د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، سرپناه برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.

