کندوز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د یوه لوړ پوړې پلاوي له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونود یووالي او انسجام غونډه داسې مهال ترسره شوه، چې د یاد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني د ولايت مسولینو، ولسوالانو او د بېلا بېلو قومونو استازو پکې ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د ياد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني وویل؛ د قومونو یووالی، همغږي او په يوه ټغر راټولول، د هغوی ستونزې اوريدل او د حل په موخه يې کار کول زموږ له لومړيتوبونو څخه دي.
ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال احمد د کندوز د ولسونو یووالی، ميړانه او جهادي مبارزه وستايله.
نوموړي زیاته کړه؛ دې خلکو په پوره اتفاق له موږ سره په کمو امکاناتو لوی دښمن مات کړ، چې دا زموږ د راتلونکي نسلونو لپاره يو درس او ویاړ دي.
ښاغلي احمد د اشغال پر مهال له افغانانو سره د شویو ظلمونو يادونه وکړه، چې په دغه ولايت کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون په بمبار کې د ګڼ شمير خلکو شهيدانېدل یوه نه هيريدونکې غمیزه ده.
مولوي محمد علي جان احمد وويل؛ دا هرڅه تېر شول اوس د هېواد او هېوادوالو د خدمت وخت دی او موږ به له ولسونو سره په ډاډ دا خدمتونه جاري ساتو.
د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني وويل؛ په افغانستان کې د قومونو په لاسونو د امپراطوريو ماتېدل دوه سببه لري، لومړی یووالی او اتفاق دویم ايمانې او غيرتې جزبه، که دا دواړه برخې همداسي وساتو نو هيڅ دښمن به بيا پرموږ زړه ښه نه کړي.
ښاغلي حقاني ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې شته ستونزې به يې د حل په موخه تر لوړ رتبه مسولینو رسوي.
د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر زياته کړ؛ ۲۰ کلن اشغال زموږ کورونه، مسجدونه او مدرسې ړنګې کړې خلک يې شهيدان کړل کونډې او يتيمان يې را پريښودل، چې نن اسلامي امارت دې هرڅه ته پاملرنه لري او د ولس هرې ستونزې ته د حل لار لټوي.
د دې ولایت قومي سپين ږيرو وويل؛ نن په هېواد کې امن دی، ازادې ده او د يوه سپین بيرغ تر سيورې لاندي واحده رهبري ده، نو په هغو خلکو غږ کوو چې لايې هم د پخوانيو اشغالګرو لمن نيولې، راشئ د پرديو په تبليغاتو مه غوليږئ او په امن کې ژوند وکړئ.
قومي مشرانو زياته کړه؛ موږ دا په اسلامي اصولو او افغاني دودونو برابر نظام په دعاوو غوښتی ټول ولسونه يې ترڅنګ ولاړ او ترې راضي يوو.
دوی له نړيوالو وغوښتل، چې اسلامي امارت په رسميت وپيژني.