ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 900

هېواد کې د بېلابېلو سرچنیو څخه د انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د دونګ فونګ (Dongfang Electric Power) شرکت له مسول ژيا سره په افغانستان کې د بېلا بېلو سرچنیو څخه د انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په موخه د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 ملا عبداللطیف منصور د دغه هوکړه لیک دلاسلیک کولو پر مهال ویلي، اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

نوموړي له یاد شرکت څخه غوښتي، چې د انرژي په تولید باندې د پانګونې ترڅنګ د انتقالي مزو او د توزیعي سب سټیشنونو په پیاوړتیا باندې هم پانګونه وکړي، ترڅو د انرژي د جذب زمینه هممهاله د انرژي له تولید سره چمتو شي.

 په ورته مهال، د یاد شرکت مسول د دغه هوکړه لیک له لاسلیک کېدو څخه په خوښي سره، د عملي چارو په چټکتیا باندې د اړینو اقداماتو د ترسره کولو په برخه کې ژمنه کړې او د وزارت رهبرۍ ته یې ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د انرژي د تولید، پراختیا او لېږد په پروژو کې به پانګونه ځانګړې کړي.

نوموړي همدارنګه ژمنه کړې، چې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د نوې ټکنالوژي، تجربه لرونکي او متخصص ځواک څخه کار اخلي.

لوګر کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن ۱۱م پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پانکرېشن ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ورزشي جمنازيوم کې له ۱۲ ولايتونو د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن ۱۱م پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو پرانيستغونډه کې د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رییس داد محمد پاينده اختري، د کابل د بدني روزنې او ورزش رییس عتيق الله خالد، د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امر مزمل نعيم زی، د پانکرېشن ورزشکاران او زيات شمېر مینه‌والو ګډون کړی وو.

د دغو سياليو په پرانيستغونډه کې مولوي احمد الله وثيق د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، خوښ او خوشحاله یم چې يو ځل بيا تاسو سره په ورزشي پروګرام کې ګډون کوم.

نوموړي زیاته کړې؛ د ورزش اداره تل هڅه کوي، چې ورزش ته وده ورکړي او ورزش له ولايتونو ولسواليو ته او له ولسوالیو کلي ته خپور کړي؛ تر څو په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او د افغانستان نوم په نړۍ کې وځلوي، چې تر ډېره کامياب هم دي، چې د هغې له جملې د فوټسال ملي لوبډله په نړيوال جام کې لوبېدل، د ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د ملتونو اسيا جام ته لاره موندل او په وروستيو کې د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د اسيا جام راوړل و.

همدارنګه ښاغلي وثيق ورزش د روغتيا لپاره مهم ياد کړی او په پای کې د لوګر ورزشي امريت مسولينو او ورزشکارانو ته د هر ډول مرستو ډاډ ورکړی دی.

دغه سيالۍ به د اګون، کاتو پانکرېشن، پولي دا ماس او پاليس ماتا سبکونو کې او د ځوانانو او د مشرانو په عمري کټګوريو او د ۳۹ کيلوګرام څخه تر ۱۰۰ کيلو ګرام بېلا بېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به د مشرانو له عمري کټګورۍ څخه ۵۰ تنه ورزشکاران او د ځوانانو له عمري کټګورۍ څخه ۳۰ تنه ورزشکاران، چې ټول ۸۰ تنه ورزشکاران کېږي د پانکرېشن ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

دغه سیالۍ د پانکرېشن ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۸ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷ تنه و، ننګرهار، کابل او کنړ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره ټولې ۱۵۶ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل  شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل  شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه و، کندهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې ۲۶۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۱۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۰ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۹۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۸۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۰ کورنیو سره ټولې ۴۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۶۲ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل  شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۳ کورنیو سره ټولې ۷۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۱۳ کورنۍ او ۸۶۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۲ کورنۍ او ۹۳ وګړي 

مرسته شوي کډوال:   ۲۲۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۱۰ عدده

یو شمېر پانګوالو د ډاکټر ملا عبدالواسع سره په لیدنه کې؛ د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند او کاروبار خپل ویاړ ګڼو

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د وارداتي سیمنټو ټولنې له غړو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني هم شتون درلود، لومړی د وارداتي سیمنټو ټولنې مرستیال محمدرحیم او احسان الله اوزګار د وارداتي سیمنټو د ګمرکي تعرفو د زیاتوالي د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

هغوی د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند او کاروبار د ځان لپاره ویاړ بللی او له تاجرانو او پانګوالو سره د اسلامي امارت همکارۍ څخه په مننې یې ویلي؛ د وارداتي سیمنټو ګمرکي تعرفې سږکال زیاتې شوي چې د سیمنټو تاجرانو، هټۍ‌والو او مصرفوونکو د ستونزو لامل شوي او په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه یې کړې.

ډاکتر ملا عبدالواسع د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ویلي، اسلامي امارت د بېلابېلو اقشارو مشورو ته درناوی لري او اړوندې ادارې به شته امکاناتو ته په پام د دوی د ستونزو د حل لازم اقدامات وکړي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس زیاته کړې؛ تاسو باید په اسلامي امارت باور ولرئ، باید له یو بل سره همکارۍ ته ادامه ورکړو او په همغږۍ سره خپل کړېدلي او ځورېدلي ملت ته خدمت وکړو.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت رهبري له تاجرانو او پانګوالو سره اخلاص لري او تل یې هغوی ته د مناسبو شرایطو او اسانتیاوو رامنځته کولو په خاطر لازم اقدامات کړي او ډاډ یې ورکړی چې، یاده ستونزه به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکه کړي.

د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي پلاوي د ایران پر خاوره د افغان کډوالو پر وړاندې د شوي تاوتریخوالي پلټنې موندنې په ډاګه کړې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي؛ چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام له لوري، څو ورځې وړاندې د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه د پلټنو په موخه هیئت وټاکل شو.

نوموړي زیاته کړې؛ هیئت د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر په مشرۍ چې د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازو یې ملتیا کوله، کار پیل کړ.

د ښاغلي فطرت په وینا؛ تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمير هېوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي، چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي؛ ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی.

 نوموړي همداراز ویلي؛ د پېښې پوره تحقيقات لا هم نه دي بشپړ شوي او هيئت په دې اړه کار کوي، وروستي جزيات به د څيړنو له پایته رسېدو وروسته بیا خپاره شي.

جوزجان کې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو ځمکه تثبیت شوه

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي؛ د افغانستان اسلامي امارت د عاليقدرامیرالمؤمنین شیخ هیبت الله اخوندزاده حفظه الله د حکم په اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره ښار ګوټي جوړیږي، چې په جوزجان ولایت کې هم د ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي عبدالله فیضان وایي، د اړوندو ادارو سره یې په ګډه د کډوالو او بیرته راستنېدونکو د ښار ګوټي ځمکه مشخصه کړه.

نوموړي زیاته کړې؛ د یاد ښار ګوټي لپاره یې د فاریاب د عمومي سړک ترڅنګ په لب جر او بکاول کلې کې ځمکه تثبیت کړه، چې د ځمکې د انتقال د پروسې وروسته به یې ودانیزې چارې عملا پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د بنسټیزو چارو د ترسره کولو په موخه بېلا بېلې سروې ترسره کوي او د پلان له مخې یې د پلي کېدا لپاره اړوندو ادارو ته سپاري، چې بیا د خپلو پلانونو له ښه پلي کېدو څخه څارنه کوي.

د کابل – کندهار لويې لارې د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د اسفالت اچونې کار بشپړ شو

د ټولګټو وزارت تېر کال د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پيل کړي وې، چې دا مهال په څلورو برخو کې د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د اسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی او د پاتې برخو کار په چټکۍ سره جریان لري.

 د یادې لویې لارې اړوند د ارغندۍ – دراني بازار د ۲۷ کیلو متره سړک د اساسي بیارغونې کار چې د ټولګټو وزارت او د دوو خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پيل شوی و، چې دامهال یې د درېیو طبقو د اسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی.

 له دراني بازار څخه تر زرني سیمې پورې د ۱۷.۹۶۱ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د بلد تیک سړک جوړونې او ودانیز شرکت سره د قرارداد له مخې پیل شوی و، چې دا مهال یې د دوو طبقو د اسفالټ چارې بشپړې شوي دي او وروستۍ طبقه به یې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

له زرني سیمې څخه تر سیدآباد ولسوالۍ پورې د ۱۷.۶۴۰کیلومتره سړک د بیارغونې کار د مایار زماني او محمدولي انصاري خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پیل شوی و، چې دا مهال یې د اسفالټ چارې په دوو طبقو کې بشپړې شوي دي او وروستۍ طبقه به یې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

له سیدآباد ولسوالۍ څخه ترعزیز کلا سیمې پورې د ۳۷.۶۷۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د مهاجر آشنا، باختر پروان او صراط بصیرت خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پيل شوی و، چې دا مهال یې د لومړۍ طبقې اسفالټ چارې بشپړې شوي دي؛ د دویمې طبقې د اسفالت چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې او وروستۍ طبقه به یې هم په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

 د يادونې وړ ده، چې د یادې لویې لارې د یو شمېر نورو برخو کار هم په چټکۍ سره جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لويې لارې د اساسي بيارغونې چارې د خلکو او موټر چلوونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه راپيل کړې وې، چې له نیکه مرغه دامهال د دې مهمې لويې لارې د يوې برخې د بيارغونې کار بشپړ شوی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: امنیتي ځواکونه دې د هېوادوالو هوساینې لپاره لا زیاتې هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون (د تلې نهمه، سه شنبې په ورځ) د حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه ښوونیز مرکز څخه د کابل امنیه قومندانۍ له ۴۰۰ زیاتو ځواکونو د فراغت مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي په خپله وینا کې ټولو هغو کسانو ته چې له یوې روزنیزې دورې وروسته له حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه ښوونیز مرکز څخه فارغ شوي، مبارکي ویلې او له هغوی یې غوښتي، چې له خپلو زده کړو څخه د خلکو د هوساینې او ارامي په ټینګښت کې ښه ګټه واخلي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ زموږ ګران هېواد د نیمې پېړۍ جګړه کې سخت ویجاړ شوی، افغانانو زیاتې ستونزې زغملې او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې خلکو سره ښه چلند وشي، ترڅو هغوی په امنیت او ارامي کې ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت ټول ځواکونه د خپلو دندو په ترسره کولو کې باید له تقوا کار واخلي او د خپل اسلامي نظام، بیت المال، هېواد او ملت د ساتلو کوښښونه وکړي.

دغه‌راز مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له ټولو مسولینو او ځواکونو څخه غوښتي، چې د اسلامي امارت د فرامینو او لارښوونو په اطاعت کې نافرماني ونه کړي او له خلکو سره نېک چلند وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت له یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مجاهدینو د بادغیس ولایت د عمومي وضعیت او مجاهدینو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

د بادغیس ولایت مجاهدینو همدارنګه د ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او پراختیایي چارو یادونه کړې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې یادو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت مجاهدینو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، د خلکو د امنیت او ارامي ټینګښت او هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او مسولین به په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

مولوی عبدالسلام حنفي د هغوی له لوري د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ورته رسېدنه وکړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت خصوصي سکتور لپاره د غوره امکاناتو برابرولو هڅه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسولینو او استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د خصوصي پوهنتونونو مسولینو او استازو د هېواد د تحصیلي او پوهنیز سکتور په استازولۍ د سیاسي معاونیت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، وخت ناوخت یې د اسلامي امارت د مشرانو لخوا غږ اورېدل شوی دی.

د خصوصي پوهنتونونو استازو په افغانستان کې خصوصي تحصيلي او ښوونیز سکتور د ځوان نسل د روزنې په برخه کې ارزښتمن بللی او ویلي يي دي، دا مهال په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په تحصیلي موسسو کې د زرګونو استادانو د بوختیا ترڅنګ سلګونه زره محصلین په زده کړو بوخت دي.

یادو مسولینو زیاته کړې، په تدریجي ډول به د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو حالت له نړیوالو تحصیلي بنسټونو سره برابر شي او په دې برخه کې د اسلامي امارت په همکارۍ ډېرې هڅې شوې دي.

دغه‌راز د خصوصي پوهنتونونو مسولینو خپلې ستونزې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړي او وړاندېز یې کړی، چې په هېواد کې دې د خصوصي تحصیلي او ښوونیز سکتور د لاملاتړ په موخه څو اړخېزه کمېټه جوړه شي، چې د اړتیا په صورت کې ناستې ولري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پوهنتونونو استازو ته ښه راغلاست ترڅنګ د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو شتون مهم یاد کړی، چې د نوي نسل په روزنه کې مهمه ونډه لري.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د علم او زده کړو ملاتړی دی او هڅه کوي چې خصوصي سکتور ته غوره امکانات برابر کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي  امارت دیني او عصري زده کړو ته ارزښت ورکوي او له همدې امله د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن او تضاد له منځه تللی دی.

مولوي عبدالکبیر د پوهنتونونو مسولینو او استازو ته په خطاب کې ویلي، د هغوی پر وړاندېزونو به غور او د ستونزو د حل هڅې به وشي.

د ناستې په پای کې سیاسي مرستیال یادونه کړې، د اسلامي امارت لومړنۍ موخې تر لاسه شوې او دا مهال له ګاوڼدیو، سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په ښه حالت کې دي.