ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل – کندهار لويې لارې د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د اسفالت اچونې کار بشپړ شو

د ټولګټو وزارت تېر کال د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پيل کړي وې، چې دا مهال په څلورو برخو کې د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د اسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی او د پاتې برخو کار په چټکۍ سره جریان لري.

 د یادې لویې لارې اړوند د ارغندۍ – دراني بازار د ۲۷ کیلو متره سړک د اساسي بیارغونې کار چې د ټولګټو وزارت او د دوو خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پيل شوی و، چې دامهال یې د درېیو طبقو د اسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی.

 له دراني بازار څخه تر زرني سیمې پورې د ۱۷.۹۶۱ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د بلد تیک سړک جوړونې او ودانیز شرکت سره د قرارداد له مخې پیل شوی و، چې دا مهال یې د دوو طبقو د اسفالټ چارې بشپړې شوي دي او وروستۍ طبقه به یې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

له زرني سیمې څخه تر سیدآباد ولسوالۍ پورې د ۱۷.۶۴۰کیلومتره سړک د بیارغونې کار د مایار زماني او محمدولي انصاري خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پیل شوی و، چې دا مهال یې د اسفالټ چارې په دوو طبقو کې بشپړې شوي دي او وروستۍ طبقه به یې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

له سیدآباد ولسوالۍ څخه ترعزیز کلا سیمې پورې د ۳۷.۶۷۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د مهاجر آشنا، باختر پروان او صراط بصیرت خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پيل شوی و، چې دا مهال یې د لومړۍ طبقې اسفالټ چارې بشپړې شوي دي؛ د دویمې طبقې د اسفالت چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې او وروستۍ طبقه به یې هم په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

 د يادونې وړ ده، چې د یادې لویې لارې د یو شمېر نورو برخو کار هم په چټکۍ سره جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لويې لارې د اساسي بيارغونې چارې د خلکو او موټر چلوونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه راپيل کړې وې، چې له نیکه مرغه دامهال د دې مهمې لويې لارې د يوې برخې د بيارغونې کار بشپړ شوی دی.