ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 939

د پاکستان وروستی وضعیت؛ بهرنیو چارو وزارت: د ولس مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لاره مذاکره او تفاهم دی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ د ترينګلتيا په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې یاد هېواد کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې او دوام يې په ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي.

ښاغلي بلخي زیاته کړې، چې د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لاره مذاکره او تفاهم دی او وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار، مسلې لا پېچلې کوي.

دغه راز نوموړي ویلي:”موږ د پاکستان وضعیت له نږدې څارو هيله‌من يو چې د پاکستان حکومت او تاثيرګذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلند وکړي.”

پاکستان کې تاوتریخجنو لاریونونو زور اخیستی او د اسلام اباد او ور څېرمه ښارونو لویې لارې لا هم ځای ځای بندې دي.

د راپورونو له مخې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ډېری د کاروبار ځایونه لا هم تړلي او د ورځني ژوند چارې سختې اغیزمنې شوې دي.

دغه‌راز ښاري عامه ترانسپورټ او مېټروبس خدماتو کې هم ستونزې رامنځته شوې. د دې تر څنګ تر ډېره بریده د موبایل او انټرنیټ خدمات بند شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د مخابراتي خدماتو پر بندولو نیوکه کړې او د مخابراتي شبکو د فعاله ساتلو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لاریونونو کې د اسلام اباد ۳۱ او د پنجاب ۷۵ پولیس ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، چې پاکستاني پولیسو له ۵۵۰ ډېر لاریونوال نیولي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۱) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۴۱) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۶۰) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۳۷۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۰۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳) تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸) کورنیو سره مجموعًا (۲۳۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۶۰) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۴۱۵) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۱۶) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۱۳۵) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۹۸۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۳) کورنیو سره مجموعًا (۴۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۶۰) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۰) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۳) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷) تنه و، خوست، کندوز، تخار، بدخشان، بغلان او لوګر ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۳۸) کورنۍ او (۵۶۵) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۲) کورنۍ او (۹۹) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۴۸) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۱۹۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۷۱) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کرنې وزارت مرستیال د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان له مسول سره لیدنه وکړه

د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان د بشردوستانه عملیاتو د همغږۍ او همکارۍ له مدیر اِمری یاکسک سره لیدنه وکړه.

مولوي صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې ویلي، چې په ۲۰ کلنه جګړه کې د افغانستان بنسټونه وران شوي، د بنسټونو او سازمانونو مرسته د بیا رغونې لپاره اړینه ده.

دغه‌راز موږ له اسلامي هېوادونو غواړو چې په افغانستان کې د جوړونې په چارو کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د افغانستان د کرنې میکانیزه کول د بزګرانو لپاره جدي اړتیا ده، د اسلامي هېوادونو لپاره باید افغانستان لومړیتوب وي ځکه چې کوکنار په افغانستان کې له منځه تللي، روږدي په درملنه کې دي او د هغوی لپاره کارموندنه مهمه ده.

د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان د بشردوستانه عملیاتو د همغږۍ او همکارۍ مدیر اِمری یاکسک ویلي، چې موږ غواړو په مختلفو برخو کې همکاري وکړو، زموږ یوه فعاله هڅه د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ کې د تراکټورونو وېش دی، موږ ستاسو د لومړیتوبونو سره سم مخ ته ځو.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو پام راجلب کړي، تر څو د بزګرانو او مالدارانو لپاره د همکارۍ او مرستې زمینه برابره کړي.

د ټولګټو وزير د کابل-کندهار لويې لارې له ټولو برخو څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل-کندهار لويې لارې له ټولو برخو او په ياد مسير کې له جوړېدنکو مسجدونو څخه ليدنه وکړه.

د کابل-کندهار لويې لارې د بيارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې روانې دي، چې تر ډېره یې په کارونو کې پرمختګونه شوي دي.

د يادې لويې لارې په ځينو برخو کې خلک او موټر چلوونکي د فرعي لارو د اوږدوالي له امله د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په همدې موخه د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د ساحوي تخنيکي ټيمونو په شتون کې ددې مسير د ټولو قراردادي شرکتونو استازو ته جدي لارښوونه وکړه، چې د کار تر بشپړيدو مخکې د خلکو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د خلکو او موټر چلوونکو ستونزو ته رسیدنه وشي.

نوموړي د يادې لويې لارې د قراردادي شرکتونو له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې د خلکو او موټر چلوونکو د ستونزو په نظر کې نيولو سره باید ددغه مسير د ترمیم او بیارغونې چارې په چټکۍ سره بشپړې شي.

د ټولګټو وزير د يادې لويې لارې په اوږدو کې له هغو ۶ محرابه لويو مسجدونو څخه هم لیدنه وکړه، چې د رغونې چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ترانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.

لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ تېره شپه بیروت کې تر ټولو درنه بمباري شوې

د راپورونو له مخې، پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې تېره شپه بیروت کې تر ټولو درنه او سخته بمباري شوې.

ویل کېږي، چې د بیروت ښار په سویل کې لږ تر لږه ۳۰ هوايي بریدونه شوي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې تر سهاره په دې ښار کې د غټو او وړو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د تېرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان شهیدان او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.

سهار مهال د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه هم اسرائیلي عسکرو بمبارۍ کړې، خو د مرګ‌ژوبله په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

له دې سره هم‌مهاله حزب‌الله ویلي، چې د اسرائیلو پر شمالي سیمو یې تازه توغندیز بریدونه کړي او حیفا ته نږدې یې یوه هوايي اډه په نښه کړې ده.

دوی زیاته کړې، چې ځواکونه یې په سرحدي سیمو کې هم له اسرائیلي یرغلګرو سره په جګړه بوخت دي.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر کړی

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د مرستیال مولوي کرامت الله اخوندزاده په مشرۍ یو پلاوی تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر کړی.

 یاد پلاوی لومړی تخار ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد اسماعیل ابو احمد، پوهنې مسولینو او علماوو سره په لیدنه کې، د دغه پلاوي د سفر بنسټیزه موخه، د مدرسینو د مسلکي پراختیا اړوندو بستونو عادلانه وېش او استخدام، کلیوالي مدارسو ته پاملرنه، د دولتي او خصوصي ښوونځيو د ستونزو ارزونه او حل بللی دی.

 د تخار ولایت وروسته یاد پلاوي بدخشان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي نصرت الله فیضاني او مسولینو سره لیدنه کړې.

ټاکل شوي پلاوي د خپل سفر د موخو د تشرېح په ترڅ کې ویلي، بدخشان ولايت د هېواد له محرومو ولايتونو څخه دی.

دوی په خپلو خبرو کې د ديني او عصري علومو په برخه کې د ښوونيزو خدمتونو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.

 د دواړو ولایتونو د پوهنې رییسانو په خپلو ولایتونو کې ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له مرستیال څخه غوښتي، چې د مدارسو جوړولو، د زده کوونکو د اعاشې په برخه کې د پاملرنې، د دیني زده کړو بنسټونو، د ښوونځیو د ښوونکو د بستونو زیاتوالي او نورو برخو کې همکاري وکړي.

تېره میاشت د څه‌باندې درې زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د درې زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په وږي میاشت کې د ۳۳ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۸۰۴ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۱ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۵۲۴ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زر او ۷۶۴ کسان له ځمکنیو بندرونو  او ۳۹ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي، چې له دې ډلې یې ۲۱۲  تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه هېواد ته داخل شوي دي.

د یادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل او بلخ نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.

د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۵مه نېټه دامام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

په همدې مناسبت جوړ شویو مراسمو کې د کابینې یوشمېر غړو؛ د ایران، ترکیې، قطر او پاکستان هېوادونو ډيپلوماتانو؛ سوداګرو او د افغانستان د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی وو.

ملا عبدالغني برادر اخوند په دې مراسمو کې ویلي، چې په سیمه‌ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې هر هېواد د خپلو محصولاتو او تولیداتو پر اساس ځانګړی ځای او اهمیت لري او د نړۍ هېوادونه کوښښ کوي، چې د خپلو توکو لپاره په پراخه کچه بازار پيدا کړي.

د نوموړي په وینا؛ د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او خپلو توکو ته د بازارموندلو یوه تر ټولو ښه لاره نندارتونونه دي، چې له نېکه‌مرغه د درېیم ځل لپاره په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل کېږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ په دې نندارتون کې پر افغاني محصولاتو او تولیداتو سربېره د یو شمېر بهرنیو شرکتونو مهم او باکیفیته تولیدات او محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې لا پراخې او د ګډې بازارموندنې په برخه کې به مهم فرصتونه رامنځته کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د ټولو بهرنیو شرکتونو استازو او پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د متقابلې اړتیا پر بنسټ د سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته پوره ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه رامنځته کېږي.

ملا برادر اخوند د دغه نندارتون له لارې پر ټولو پانګوالو غږ کړی، چې افغانستان پوره امن او د هر ډول پانګونې لپاره مساعد دی.

دغه‌راز اسلامي امارت په ټوله مانا د پانګونې په ځانګړې توګه د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره کلک هوډ لري او پانګوال کولای شي په ځانګړي ډول د بسته‌بندۍ معیاري مرکزونو او همدا راز د سړو خونو په جوړولو کې پانګونه وکړي، تر څو له دې لارې افغاني توکي په نړیواله کچه ښه بازار ترلاسه کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو په پیاوړتیا کې مهم بللی او هیله یې ښودلې، چې له دې لارې به د افغانستان او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګریز تعامل لا زیات او پياوړی شي.

دیادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د امام ابوحنیفه لومړی او دویم ملي او نړیوال نندارتونونه په کابل کې جوړ شوي وو.

دامام ابوحنیفه په درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې په ۷۰۰ غرفو کې بېلابېل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي، چې۲۰۰ یې بهرنیو شرکتونو ته ځانګړې شوې دي.