د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د مرستیال مولوي کرامت الله اخوندزاده په مشرۍ یو پلاوی تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر کړی.
یاد پلاوی لومړی تخار ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد اسماعیل ابو احمد، پوهنې مسولینو او علماوو سره په لیدنه کې، د دغه پلاوي د سفر بنسټیزه موخه، د مدرسینو د مسلکي پراختیا اړوندو بستونو عادلانه وېش او استخدام، کلیوالي مدارسو ته پاملرنه، د دولتي او خصوصي ښوونځيو د ستونزو ارزونه او حل بللی دی.
د تخار ولایت وروسته یاد پلاوي بدخشان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي نصرت الله فیضاني او مسولینو سره لیدنه کړې.
ټاکل شوي پلاوي د خپل سفر د موخو د تشرېح په ترڅ کې ویلي، بدخشان ولايت د هېواد له محرومو ولايتونو څخه دی.
دوی په خپلو خبرو کې د ديني او عصري علومو په برخه کې د ښوونيزو خدمتونو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.
د دواړو ولایتونو د پوهنې رییسانو په خپلو ولایتونو کې ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له مرستیال څخه غوښتي، چې د مدارسو جوړولو، د زده کوونکو د اعاشې په برخه کې د پاملرنې، د دیني زده کړو بنسټونو، د ښوونځیو د ښوونکو د بستونو زیاتوالي او نورو برخو کې همکاري وکړي.

