ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 945

مفتي تسليم الله حقاني د کندوز په لويه ولسي غونډه کې؛ د قومونو یووالی، همغږي او په يوه ټغر راټولول د اسلامي امارت لومړیتوب دی

کندوز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د یوه لوړ پوړې پلاوي له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونود یووالي او انسجام غونډه داسې مهال ترسره شوه، چې د یاد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني د ولايت مسولینو، ولسوالانو او د بېلا بېلو قومونو استازو پکې ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د ياد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني وویل؛ د قومونو یووالی، همغږي او په يوه ټغر راټولول، د هغوی ستونزې اوريدل او د حل په موخه يې کار کول زموږ له لومړيتوبونو څخه دي.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال احمد د کندوز د ولسونو یووالی، ميړانه او جهادي مبارزه وستايله.

نوموړي زیاته کړه؛ دې خلکو په پوره اتفاق له موږ سره په کمو امکاناتو لوی دښمن مات کړ، چې دا زموږ د راتلونکي نسلونو لپاره يو درس او ویاړ دي.

ښاغلي احمد د اشغال پر مهال له افغانانو سره د شویو ظلمونو يادونه وکړه، چې په دغه ولايت کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون په بمبار کې د ګڼ شمير خلکو شهيدانېدل یوه نه هيريدونکې غمیزه ده.

مولوي محمد علي جان احمد وويل؛ دا هرڅه تېر شول اوس د هېواد او هېوادوالو د خدمت وخت دی او موږ به له ولسونو سره په ډاډ دا خدمتونه جاري ساتو.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني وويل؛ په افغانستان کې د قومونو په لاسونو د امپراطوريو ماتېدل دوه سببه لري، لومړی یووالی او اتفاق دویم ايمانې او غيرتې جزبه، که دا دواړه برخې همداسي وساتو نو هيڅ دښمن به بيا پرموږ زړه ښه نه کړي.

ښاغلي حقاني ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې شته ستونزې به يې د حل په موخه تر لوړ رتبه مسولینو رسوي.

د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر زياته کړ؛ ۲۰ کلن اشغال زموږ کورونه، مسجدونه او مدرسې ړنګې کړې خلک يې شهيدان کړل کونډې او يتيمان يې را پريښودل، چې نن اسلامي امارت دې هرڅه ته پاملرنه لري او د ولس هرې ستونزې ته د حل لار لټوي.

د دې ولایت قومي سپين ږيرو وويل؛ نن په هېواد کې امن دی، ازادې ده او د يوه سپین بيرغ تر سيورې لاندي واحده رهبري ده، نو په هغو خلکو غږ کوو چې لايې هم د پخوانيو اشغالګرو لمن نيولې، راشئ د پرديو په تبليغاتو مه غوليږئ او په امن کې ژوند وکړئ.

قومي مشرانو زياته کړه؛ موږ دا په اسلامي اصولو او افغاني دودونو برابر نظام په دعاوو غوښتی ټول ولسونه يې ترڅنګ ولاړ  او ترې راضي يوو.

دوی له نړيوالو وغوښتل، چې اسلامي امارت په رسميت وپيژني.

تېره میاشت د خوراکي توکو بیې ۰.۶ سلنه لوړې شوې ‌

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ دا اداره په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې له مخې یې د روان کال په وږي میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دا زیاتوالی ۲.۳ سلنه د غلو دانو، ۲.۸ سلنه د غوښې او ۷.۹ سلنه د مساله‌جاتو په بیو کې دی.  

له بلې خوا د غیرخوراکي توکو په بیو کې ۰.۲ سلنه زیاتوالی ښکاري، چې ۳.۱ سلنه یې د سرپناه شاخص او ۱.۳ سلنه یې د ټرانسپورټ په شاخص کې دی.

‌د روان کال په وږي میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۰.۴ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د پړسوپ دا زیاتوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غلې‌دانې، غوښه او مساله‌جات) او غیرخوراکي توکو (د سرپناه او ټرانسپورټ شاخص) د بیو د زیاتوالي له امله دی.

همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۳.۴ سلنه کموالی ښيي.

 بل خوا د روان کال په وږي میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۷۰.۲ افغانۍ او په زمري میاشت کې ۷۱.۲ افغانۍ و، چې د زمري میاشتې په پرتله ۱.۱ سلنه د افغانیو په ارزښت کې زیاتوالی راغلی دی.

که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۱.۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ فلسطینیان شهیدان او ۸۲ نور ټپیان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ فلسطینیان شهیدان او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د تېر کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې، چې اسرائیلي یرغلګرو پر غزه تړانګه بریدونه پیل کړي، لږ تر لږه ۴۱ زره او ۶۸۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۶ زره او ۶۲۵ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو غزه کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او په فلسطینیانو یې خپله سیمه سور تنور ګرځولې ده. هېڅ ځای امن نه دی، تر دې چې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر ښوونځیو او خوندي اعلان شویو سیمو هم بریدونه کېږي.

صهیونیستي یرغلګرو نن سهار هم د فلسطیني کډوالو او بې‌ځایه شویو پر دوو ښوونځیو برید کړی، چې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان پکې شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د منابعو او ادارې مرستیال د کابل ښار اتمې ناحیې یو شمېر ګذرونو وکیلانو سره لیدنه وکړه

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د منابعو او ادارې مرستیال مفتي سیداحمد مستقیم نن له غرمې مخکې د کابل ښار د اتمې ناحیې د یو شمېر ګذرونو وکیلانو سره په ارګ کې لیدنه وکړه.

 په پیل کې یادو وکیلانو د خبرو پرمهال په هېواد کې د اسلامي نظام په نافذېدو خوښي وښوده او همدارنګه یې په هېواد کې د سراسري امنیت په ټینګښت، په اقتصادي، پراختیایي او نورو برخو کې د اسلامي امارت د شویو پرمختګونو یادونه وکړه.

دوی همدارنګه د کابل ښار اتمې ناحیې د رحمان مېنې “ب” برخې د پارک او زرغونې ساحې چې ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۲۵ متره پلنوالی لري، د حفظ او پراختیا په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

هغوی وویل، د پینځو ګذرونو په دغه ګډه زرغونه او تفریحي سیمه کې د بلند منزلونو د جوړېدو پرځای دې د دغې ساحې ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

 مفتي سیداحمد مستقیم د اتمې ناحیې اړوند یو شمېر ګذرونو راغلو وکیلانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د یادې زرغونې او تفریحي ساحې په اړه د دوی غوښتنه او وړاندیز به د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس سره شریک کړي او د اړتیا پرمهال به یادې ساحې ته پلاوی واستول شي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم په کابل، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له هر اړخیز بحث وروسته په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

پر دې سربېره په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحو د هر اړخیزې ارزونې لپاره کمېټې وټاکل شوې، څو خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

لبنان: د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۱۸۷۳ کسان شهیدان شوي

د لبنان چارواکي وايي، چې د تېر کال اکټوبر میاشتې له ۸مې راهیسې، چې اسرائیلي یرغلګرو پر لبنان بریدونه پيل کړي، ۱۸۷۳ کسان شهیدان او ۹ زره او ۱۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د مسولینو په وینا؛ د اسرائیلو د یرغل تر خطر لاندې سیمو څخه له یوه میلیون ډېر لبنانیان بې‌ځایه او بې‌کوره شوي، چې یوازې ۱۵۵ زره او ۶۰۰ یې په پناه‌ځایونو کې ثبت دي.

تازه د ژغورنې نړیوالې کمېټې (آی آر سي) خبرداری ورکړی، چې لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له امله په جبري ډول بې‌ځایه شوې اکثریت کورنۍ لومړنۍ اساسي اړتیاوې، لکه: خواړه، سرپناه او روغتیايي اسانتیاوې، نه‌شي پوره کولای.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې یوازې پرون سې‌شنبه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۵ کسان شهیدان او ۱۵۶ نور ټپيان شوي دي.

لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي بریدونو سره-سره د ځمکنیو عملیاتو لړۍ روانه ده.

اسرائیلي عسکر د لبنان په خاوره کې د حزب‌الله له سخت مقاومت سره مخ دي.

حزب‌الله وايي، چې نن چهارشنبه یې د لبنان په سویل العدیسة ښار کې له اسرائیلي عسکرو سره نښته کړې، تلفات یې ور اړولي او شاتګ ته یې اړ کړي دي.

د دې تر څنګ تازه اسرائیلي عسکرو د لبنان په سویل کې د ۲۰ کلیو اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د ژر تر ژره پرېښودو امر کړی دی.

تېره میاشت کابل ښار کې نږدې ۱۱ زره کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو راوستو خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په وږي میاشت کې ۱۰ زره او ۹۷۲ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو راوستو خدمتونه وړاندې کړي دي.

 بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت شپږ زره او ۳۱۷ هېوادوالو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش او کاغذي تذکرو د لغوه کولو، ۱۶ زره او ۱۲۷ تنو ته د کاغذي تذکرو د تایید خدمتونه او دوه زره او ۵۲۶ نورو کسانو ته د تذکرو اړوند غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

 همدارنګه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په وږي میاشت کې ۱۸ زره او ۸۲۵ کسانو ته زېږون کارتونه او د دې ترڅنګ د یاد ریاست له لارې ۴۵۳ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوي دي.

 د يادولو ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي تذکرو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش؛ د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د ډاکټر عبدالباري عمر او د یوې ترکي کمپنۍ مسولینو ګډه ناسته؛ د برېښنا تولید پروژو پر اسانتیاوو، پانګونو او همکاریو خبرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي کمپنۍ له رییس سره لیدنه وکړه او د کجکي برېښنا تولید کارخونې په ګډون یې د لمریزې، بادي او ګازو څخه د برېښنا تولید پروژو اسانتیاوو، پانګونو او همکاریو په اړه خبرې وکړې.

افغانستان کې د ۷۷ ترکي کمپنۍ استازي سلیمان جلیو د کجکي برېښنا تولید کارخونې پرچاوې تنظیم او اوبو کچې لوړولو په اړه د خپلو کارونو په تړاو د برېښنا شرکت عمومي رییس ته معلومات ورکړل.

سلیمان جلیو دې ناسته کې د سروبي دویم ۱۲۰ مېګاواټه او هرات کي ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان برېښنا شرکت رییس څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ۷۷ ترکي کمپنۍ مسول ته د دوی د پلې کېدونکو پلاني پروژو او بانکي همکارۍ برخه کې د همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړ او همدارنګه یې د کندهار- کجکي لین اصلاح او پیاوړتیا چارو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي عمر د ۷۷ ترکي کپمنۍ استازي له همکاریو مننه وکړه او افغانستان کې د برېښنا تولید شته زمینو څخه د ګټي اخیستنې په موخه یې د یادې کمپنۍ څخه پانګونې هیله وکړه، څو د نوې کېدونکې برېښنا تولید پراختیا سره د چاپیریال ککړتیا مخنېوی وشي او هېواد کې برېښنا ته اړتیا پوره شي.

د ترکي ۷۷ کمپنۍ مسول سلیمان جلیو یادونه وکړه، چې په افغانستان کي له شته پانګونې خوښ دی او نورې پانګونې ته هم لېوالتیا لري.

همدارنګه یې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر ته ترکیې ته د تګ بلنه ورکړه، تر څو د دوی له لورې د برېښنا جوړ شوي سیستمونه او پروژې له نږدې وویني.

د کرنې وزیر او د تازه مېوو سوداګرو لیدنه؛ د صادراتو پر وړاندې پر شته ننګونو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د تازه مېوو له یو شمېر سوداګرو او صادرونکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د حاصلاتو د فصل پر مهال یې د صادراتو پر وړاندې پر شته ننګونو خبرې کړي.

مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ موږ د سوداګرو او خصوصي سکتور ملاتړ کوو او هڅه کوو، چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره خبرې وکړو ترڅو د حاصلاتو په موسم کې تازه مېوو ته د خرڅلاو بازار پیدا کړو.

په ورته وخت کې د تازه مېوې یو شمېر سوداګر او صادرونکي چې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان له پالیسۍ او دوه ګونې چلند څخه شکایت لري، ویلي؛ د حاصلاتو په موسم کې د پاکستان پالیسي بدلېږي او په بېلا بېلو پلمو سوداګریز بندرونه تړي.

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر له سوداګرو سره د لیدنې پر مهال د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې به له اړوندو ادارو سره اړینې همکارۍ او هر اړخیزې مرستې کوي، ترڅو د هېواد کرنیز او مالدارۍ محصولاتو ته بازار موندنه وشي.

غزه کې پر دوو ښوونځیو د اسرائیلي یرغلګرو برید؛ لږ تر لږه ۹ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو غزه کې د فلسطیني کډوالو او بې‌ځایه شویو پر دوو ښوونځیو برید کړی، چې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان پکې شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په دې بریدونو کې د غزې لوېدیځ کې د یتیمانو انسټیټیوټ په نښه شوی، چې لږ تر لږه ۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

دغه‌راز د غزې ښار په مسقط ښوونځي برید شوی، چې درې فلسطینیان پکې شهیدان او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په یادو دواړو ځایونو کې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

اسرائیلي اشغالګرو د نړیوالو له غندلو سره-سره غزه کې پر ښوونځیو بریدونو ته دوام ورکړی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وینا؛ د تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې، چې صهیونیستي یرغلګرو پر غزه بریدونه پيل کړي، شاوخوا ۱.۹ میلیونه فلسطینیان بې‌ځایه شوي، چې د محاصره شوې سیمې ۹۰ سلنه کېږي.

ډېری فلسطینیان د اسرائیلي یرغلګرو د پرله‌پسې بریدونو او د تخلیې د امرونو له امله څو-څو ځله بې‌ځایه شوي دي.