ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 956

کاپیسا کې د څه باندې ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې په یاد ولایت کې د اف، ای، او موسسې په مالي همکارۍ د ۱۵۱ زره او ۱۸۲ ډالرو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې.

د دې پروژو چارې د یوه ګورني شرکت لخوا ترسره کیږي.

په دغو پروژو کې د شېخ اب کانال د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي د ګبیون دېوال، او د یاد کانال د ۳۹۲ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال، د ۱۸ مترو په اوږدوالي سربند، د ۹۰ مترو په اوږدوالي د سواحلو بیا رغونه، د ۲۴۰ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، د پینځه مترو په اوږدوالي د قل بابر پلونو جوړول، د ده بابي کانال د دوه زره او ۵۰۰ مترو په اوږدوالي او د یو زر او ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د صدیقي کانال پاکول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو په جوړېدو سره به د اوبو د سرچينو د پیاوړتیا او دوامدار مديريت، د خاورې د تخريب او د کانالونو د بندېدو، د سېلابونو د مخنيوي او د لسګونه جريبه کرنيزو ځمکو د وجاړۍ ساتنه وشي.

ننګرهار کې د څه باندې ۶۸ ميليونه افغانيو په لګښت یو مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د ارشاد حج او اوقافو وزير شیخ نور محمد ثاقب، د یاد ولایت حج اوقافو رییس مفتي عبدالستار او نورو مسولينو له لوري جلال اباد ښار کې د څه باندې ۶۸.۳ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د حج اوقافو اړوند مارکيټ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه مارکیټ په یو زر او ۲۰۰ متره مربع ځمکه کې په دريو پوړونو کې جوړ شوی، چې ۲۳ هټۍ، اووه هالونه او ۲۳ د استوګنې خونې لري.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري وويل؛ يو مهال د اشغال ختمولو اړتيا وه، چې د قربانيو په ورکړې سره ازادي راغله او اوس د ابادۍ اړتيا ده بايد ټول مئولين په خپله برخه کې لازمې هڅې تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړه؛ د ابادۍ په چارو نه يواځې هېواد اباديږي، بلکې په ټولو برخو کې ورسره د کاروبار زمينه برابريږي.

د ننګرهار مرستیال والي د حج اوقافو وزير ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ويي ویل، ولايتي رياست سره يې ښه همغږي لري او د دوی اړوند چارې په دې ولايت کې په ښه ډول پرمخ روانې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير په خپلو خبرو کې د انګليس، روس، تنظيمونو او امريکايي اشغال وحشت، ظلم او بربريت ته په اشارې وويل، چې اوس په هېواد کې بشپړ اسلامي نظام رامنځته شوی او خلک له خپلو ټولو شرعي حقونو برخمن دي بايد ملت د دې نعمت شکر ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه، جلال اباد ښار کې د حج اوقافو په یو زر او ۲۰۰ متره مربع ځمکه چې کوم مارکیټ په اساسي ډول جوړ شوی دا د ابادۍ يوه بېلګه ده او په ټول هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د رغونې چارې روانې دي.

شیخ نور محمد ثاقب دغه راز د ننګرهار ولس ته په خپله برخه کې د پاملرنې ډاډ ورکړ.

د ياد مارکيټ د ګټې اخيستنې پر مهال د دې ولايت د يو شمېر ملکي او نظامي ادارو مسولينو او علمای کرامو هم شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان حوزوي مشرې لیدنه؛ هېواد کې د روغتیايي خدماتو پر لا پراختیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له حوزوي مشرې حنان البلخي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلواډور او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسول ډاکټر حامد جعفري سره پر لیکه (انلاین) لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا، افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د متخصصینو روزولو، لرې پرتو او سپینو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د پولیو واکسین ښه پلې کېدو او ورته نورو اړینو موضوعاتو اړوند خبرې شوي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد روغتیايي سیستم د پایښت لرونکې ودې لپاره د لنډ مهالو او بېړنیو مرستو سربېره د اوږد مهاله مرستو او پراختیايي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې او دا یې د روغتیايي سیستم د ودې لپاره اړین ګامونه یاد کړي دي.

 بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې د افغانستان روغتیايي سکتور سره د نړیوالو مرستو د جلب سربېره په دې برخه کې پر پایښت لرونکو کړنو ټینګار کړی او ویلي يې دي؛ د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره مهمه ده، څو په دې برخه کې لا زیات کار وشي.

دغه‌راز نوموړې په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۵۳ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

په دې بریدونو کې د رفح ښار په شمال کې یو کور هم په نښه شوی، چې یوه مور او پینځه ماشومان یې پکې شهیدان شوي.

دغه‌راز د مرکزي غزې په نصیرات کمپ کې د بې‌ځایه شویو پر خیمو هوايي برید شوی، چې لږ تر لږه دوه فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.

د غزې په شمال کې هم یو کور په نښه شوی، چې یو فلسطیني پکې شهید او نور ټپيان شوي دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه او وحشتونه لا هم دوام لري او هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپيان کېږي.

د فلسطین روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې، پر غزه د صهیونیستی رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۱ زره او ۴۹۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۶ زره او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له نهو موسسو سره د نږدې اووه میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

تېره ورځ (سه شنبه، د تلې دریېمه) د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له نهو ملي او نړیوالو موسسو له مسولینو سره، چې د متشبثینو د وړتیا پیاوړتیا، بې وزلو کسانو د اقتصادي ودې او د کورنیو د ژوند د کچې لوړېدو په برخو کې فعالیت کوي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې نورالدین عزیزي د شپږ میلیون، ٩٣٦ زره او  ٢٧٨ ډالرو په ارزښت د پروژو پلي کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

 ښاغلي عزیزي د اسلامي امارت پر قوانینو ټینګار کړي او ویلي یې دي؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره کډوالو، زیربناوو او صنعت برخو کې کار او فعالیت لومړیتوب لري.

د دې هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې په ۱۸ ولایتونو کې؛ کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، کونړ، غزنی، لغمان، پکتیکا، خوست، پروان، فاریاب او پکتیا کې د کوچنیو کاروباریانو د پیاوړتیا، د بې وزلو کسانو د اقتصادي ودې او د کورنیو د معیشت کچې د لوړېدو په برخو کې د شپږ میلیونو، ٩٣٦ زره او  ٢٧٨ ډالرو په ارزښت خپلې پروژې پلي کړي.

د کرنې وزیر د هېواد له یو شمېر بزګرانو او مالدارانو سره د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد د بزګرانو، مالدارانو او نورو هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له لسګونو اوسېدونکو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي دي.

په دغو ناستو کې د کرنې وزیر د هېوادوالو نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او د حل په موخه یې اړوندو مسولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو خدماتي وزارت دی، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره د هېواد کروندګرو او مالدارانو ته بېلابېلې چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۱ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۱۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره ټولې۱۶۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې۳۲۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۹۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۳۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۰۶ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۸۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۹۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۲ کورنیو سره ټولې۷۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۰۴ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۰۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۲ کورنیو سره ټولې ۸۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۶۶ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ترانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵ تنه و، پکتیا تخار او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۰ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۰۴ کورنۍ او یو زر او ۶۶ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۷ کورنۍ او ۷۷ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۷۳ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۱۷۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۸۰ عدده

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر کونړ ته سفر کړی

د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د یاد وزارت پلاوي په ملتیا کونړ ته سفر کړی او د یاد ولایت له والي، امنیه قومندان، مرستیال والي، علماوو شورا او ادارو رییسانو سره یې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دغه ولایت په عمومي وضعیت خبرې کړي او د نظام پیاوړتیا په لاره کې یې د یاد ولایت ادارې او ولسونو د بشپړو همکاریو ډاډ ښودلي.

ناسته کې د علماوو شورا رییس مولوي عبدالقهار صدیقي بیت الله شریف ته د تلونکو حاجیانو سهم، جوماتونو جوړېدو، امامانو او خطیبانو تشکیلاتو لوړاوی، د درسي حلقو پراختیا او یو لړ نورو برخو کې د کونړ ادارې او ولسونو غوښتنې وړاندې کړې او د وزارت له مشرتابه یې د همکاریو هیله کړې ده.

د ارشاد حج او اوقافو وزیر مسولینو ته د شریعي احکامو پلي کېدو، خلکو سره د ښه سلوک، شفقت، درناوی او اطاعت د لارښوونو  ترڅنګ له ولس او مسولینو سره د علماوو او مجاهدینو د زیات درنښت هیله کړې.

شیخ سرمحقق د کتور مفتي نورمحمد ثاقب د کونړ ولس او مجاهدین د قدر وړ یاد کړی او د جوماتونو جوړېدو، حاجیانو سهم ډیروالي، تشکیلاتو لوړاوی، درسي حلقو پراختیا او نورو برخو کې د وزارت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د عامې روغتیا وزیر او د یونیسیف سازمان مشر لیدنه؛ هېواد کې د روغتیايي خدماتو پر لا ښه والي خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان له مشر ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره د روغتیايي سیستم پر وضعیت او په هېواد کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي نور جلال جلالي د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړي او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د روغتیايي مراکزو د ښه تمویل او تجهیز اړوند لازمو سپارښتنو سربېره په روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت، د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو پر مساوات او اعتدال، د یو شمېر ولایتونو د روغتیايي خدماتو پر ښه والي او د پلي کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو پر معیاري ارزونې خبرې کړې دي.

د یونیسیف سازمان مشر او د بېلا بېلو برخو مسولینو، چې په یاده ناسته کې یې شتون درلود د وړاندې کېدونکو خدماتو او شته ستونزو د حل برخه کې د ترسره شویو چارو اړوند معلومات شریک او ژمنه یې کړې، چې د روغتیايي خدماتو د لا ښه والي لپاره به د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي.

د خاکجبار ولسوالۍ مشران د امنیټ ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستايي

د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پيل کې علماوو او قومي مشرانو د اسلامي امارت په راتګ سره ټول هېواد کې د اسلامي نظام او د امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، خاکجبار د کابل د نورو ولسوالیو په پرتله وروسته پاتې ولسوالي ده چې خلک یې په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی په دې ولسوالۍ کې د معیاري روغتونو او سړکونو او د اوبو بندونو جوړولو ترڅنګ د پراختیايي پروژو پلي کېدل، ښوونې او روزنې، کرنې او برېښنا په برخو کې د خاکجبار ولسونو ستونزې او وړاندېزونه په لیکلي بڼه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شريک او دغې برخې ته یې د اسلامي امارت د مسولینو ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

وروسته ډاکټر ملا عبدالواسع د دوی د ستونزو، مشورو او وړاندیزونو له شریکولو په مننې د اشغال پر مهال د یادې ولسوالۍ د ولسونو قرباني او خدمتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت د مسولینو دروازې د خلکو په مخ پرانیستې دي، هر وخت کولی شي خپلې ستونزې او وړاندیزونه په ډاډه زړه ورسره شریک کړي.

نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت د خپل توان په محدوده کې د ټولو هېوادوالو لومړیتوبونو ته په پام د دوی د ستونزو حلولو ته ژمن دی.

د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس د خپلو خبرو په پای کې یادو علماي کرامو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو امارتي ادارو او مسولینو سره شریکې کړي.