ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 958

بهرنیو چارو وزارت: ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي

بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، تر څو په دې سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته وسپاري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د اسلامي امارت استازي ته په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي څوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق کې لویه جفا بولي.

له بلې خوا د سیاسي مسایلو کارپوهان په دې باور دي، چې اسلامي امارت ته د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ نه سپارل او د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي سرمشریزې په ۷۹یمه ناسته کې د اوسني حکومت استازي ته بلنه نه ورکول د حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ واټن زیاتوي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ ۷۹یمه غونډه نیویارک کې د روانې اونۍ د یکشنبې او دوشبنې په ورځ ترسره شوه.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و او د افغانستان او فلسطین په ګډون یې د یو شمېر نورو هېوادونو د وضعیت په اړه بحثونه او خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت د دې ناستې له ګډونکونکو غواړي، تر څو د افغانستان واقعیتونو ته په پام سره پرېکړې وکړي.

له دې وړاندې هم په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ په ۷۹یمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي په نه بللو نیوکه کړې او دا یې بې انصافي بللې وه.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ یوازې په سپټمبر میاشت کې ۱۰ ښوونځي په نښه او ۸۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر (OHCHR) په اسرائیلو غږ کړی؛ غزه کې دې پر ښوونځیو، چې د فلسطینیانو وروستي پناه ځایونو دي، بریدونه ودروي، تر څو دوی د بارانونو او سیلابونو راوتلو له ګواښ څخه خوندي شي.

یاد دفتر زیاتوي، چې اسرائیلو یوازې د روانې اونۍ په څو ورځو کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو درې ښوونځي په نښه کړي دي.

  • – اسرائیلي یرغلګرو د تېرې شبنې په ورځ د غزې ښار په زیتون ښوونځي هوايي برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲۲ فلسطینیان پکې شهیدان شول.
  • – د یکشنبې په ورځ بیا هم په غزه ښار کې کافر قاسم ښوونځی په نښه شو، چې لږ تر لږه ۷ فلسطینیان پکې شهیدان شول.
  • – او په دوشنبه بیا په نصیرات کمپ کې پر خالد بن ولید ښوونځي برید وشو، چې یوه فلسطیني نجلۍ او مور او پلار یې پکې شهیدان شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وینا؛ په ښوونځیو د بریدونو سم نیمايي قربانیان ماشومان دي.

دا دفتر زیاتوي، چې اسرائیلي عسکرو یوازې په سپټمبر میاشت د غزې پر لسو ښوونځیو بریدونو کړي، چې لږ تر لږه ۸۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

یاد دفتر وايي: “د غزې ماشومانو لا له وړاندې د زده‌کړې ځای په توګه ښوونځي له لاسه ورکړي. اوس دوی د سرپناه په لټه په ښوونځیو کې وژل کېږي. دا حالت باید پای ته ورسېږي.”

د مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا نوبتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ چې د لوړو زده کړو، د ښونې او روزني وزارتونو او د علومو اکاډمي، د غړو سربیره د هېواد په ملي او رسمي ژبو سربیره د هېواد د مېشتو ملتونو او قومونو د شاوخوا ۳۰ ژبو او لهجو استازو پکې ګډون درلود نوبتي غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د شورا له غړو، د هېواد ژبو د ودې او پراختیا په پار له کار کولو مننه کړې او ویلي یې دي، د هېواد ټول قومونه او ژبې په نظام حق لري، چې ژبو او لهجو ته یې کار وکړي، ځکه ژبه د یو ملت او قوم کلتوري هویت او پیژندنه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې د هېواد ټول قومونه او ټولې ژبې یو ډول دي او د همدې شورا له لارې باید د هېواد د ټولو ژبو علمي، فرهنګي اړتیاوې را برسېره کړل شي.

کلتوري مرستیال ټینګار کړی؛ په لومړي قدم کې د هېواد علمي او تحصیلي مراکزو په مرسته یو علمي اثر او لارښود جوړ او چاپ شي، تر څو له نوو اړتیاوو سره سم نوی نسل د هېواد له محرومو ژبو او حالت څخه اګاه او معلومات پیدا کړي، چې کومې ژبې په کومو برخو کې کار ته اړتیا لري.

دغه‌راز په غونډه کې د ناستې په اجنډا د ټولو غړو له خوا علمي او هر اړخیز بحث او پرېکړې شوي.

د ٢١٧ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه د ملي اسلامي اردو منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت اړونده ۲۱۷ عمري قول اردو له قطعاتو او جزوتامونو له پینځمې دورې څخه ۵۵۰ تنه منسوبین له دریو میاشتو نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د ٢١٧ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الله منصور، ملي دفاع وزارت د پلاوي مشر تاج محمد رهبر او یو شمیر دولتي مسولینو علمای کرامو قومي مخورو په شتون کې فارغ شول.

د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصیح الدین فطرت د ملي اسلامي اردو د فعالیتونو او لاسته راوړونو او د ځمکنی بشپړتیا د ساتنې یادونه کړې او ویلي یې دي، دفاعي ځواکونو چې کومه ژمنه د اسلامي نظام او خلکو سره کړی وو، موږ او ملت ته یې امید راکړی.

دغه‌راز په دغه مراسمو کې یو شمیر نورو مسولینو هم فارغانو ته ویناوو ترڅنګ اړینې سپارښتنې او توصیې کړي.

د ملا عبداللطیف منصور او د چین سفارت اقتصادي مسول لیدنه؛ د انرژۍ تولیدي پروژو په ګډو همکاریو خبرې شوي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د چین سفارت د سوداګرۍ او اقتصادي مسول ماچنګوانګ او د پاور چاینا شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د انرژي د تولید د پروژو د پلي کولو په هکله د ګډې همکاري په اړه خبرې او نظرونه شریک کړي.

د اوبو او انرژي وزیر دوی ته د یاد وزارت له لوري د انرژي د تولید د پروژو په پلي کولو او د پانګونې د زمینې د برابرولو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او په عملي ډول د ګډې همکارۍ د پیل پر چټکتیا یې ټینګار کړی.

د چین سفارت اقتصادي مسول ماچنګوانګ ویلي، چین هېواد په افغانستان کې له بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید د پروژو په پلي کولو کې ژمن دی او په نږدې راتلونکي کې به په دې هکله عملي ګامونه پورته کړي.

ډاکټر عبدالباري عمر: برېښنا سکټور کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ښه زمینه برابره شوې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ایراني پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د پانګونې په موخه د ځینو ایراني پانګوالو سره تر سره شوه، ډاکتر عبدالباري عمر ویلي، موږ د برېښنا سکټور کې د پانګونې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته ښې زمېنې برابرې کړې دي او هڅه کوو چې په دغه برخه کې ورځ تر بلې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړو.

ښاغلي عمر ایراني پانګوالو ته په خطاب کې ویلي؛ موږ د برېښنا له تاسیساتو نیولې بیا تر ډيجیټلي سیستم او د برېښنا تولید کچې تر زیاتوالي، هره برخه کې چې تاسې لېوالتیا ولرئ د پوره همکارۍ ډاډ درکوو.

بل خوا ایراني پانګوالو د برېښنا شرکت له رهبرۍ څخه د هر اړخیزې همکارۍ د ډاډ هرکلی کړی او ویلي یې دي، موږ افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته پوره لېواله یو او هڅه کوو تاسې ته په یوه مشخصه برخه کې خپله طرحه وړاندې کړو او په هغه برخه کې له ځنډ پرته کار پيل کړو.

د غونډې په پاي کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس تخنیکي ټیمونو ته دنده سپارلې تر څو له یادو پانګه والو سره یوه تخنیکي ناسته وکړي او د برېښنا لومړیتوب ورته په ګوته کړي.

پر لبنان کې د اسرائیلي رژیم د ورستیو بریدونو له امله ۴۹۲ کسان شهیدان شوي

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي رژیم د وروستیو پرله‌پسې بریدونو له امله ۴۹۲ کسان شهیدان شوي او سلګونه زره کسانو خپلې سیمې پریښې او پناه ځایونو ته تللي دي.

په شهیدانو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ مېرمنې هم شاملې دي.

د یاد وزارت په وینا؛ په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۴۵ کسان ټپيان شوي دي.

دا په تېرو دوو لسیزو کې د لبنان په شمالي پولو کې د اسرائیلي رژیم له لوري تر ټولو خونړي بریدونه ګڼل شوي.

اسرائیلي جنګي الوتکو پرون سهار له ځايي وخت سره سم د سهار په نږدې شپږ نیمو بجو د لبنان په ختیځ او سویلي سیمو لسګونه بریدونه کړي.

د لبنان روغتیا وزیر پرون ورځ تر ټولو خونړۍ ورځ ګڼلې ده.

ایران پر لبنان د اسرائیلو هوايي بریدونه په کلکه غندلي او په اسرائیلو یې تور پورې کړی، چې د پراخې جګړې رامنځته کولو هڅه کوي.

د دې تر څنګ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسرائیلو ته د “خطرناکو پایلو” خبرداری ورکړی.

سعودي عربستان بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تاوتریخوالي او نښتو پراخوالي او د سیمې په امنیت او ثبات یې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

یاد هېواد د لبنان د ثبات ساتنې په ارزښت او د نړیوالو قوانینو سره سم یې حاکمیت ته په احترام ټینګار کړی دی.

قطر پر لنبان د صهیونیستي رژیم یرغل په کلکه غندلی او په سیمه کې یې د تاوتریخوالي د نوې دورې پیل او بشپړې جګړې رامنځته کېدو په تړاو خبرداری ورکړی.

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر لنبان او غزه دې د اسرائیلي رژیم “د وحشیانه یرغل” مخنیوي او درولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.

متحده عربي اماراتو د دې بریدونو او په سیمه کې د بې‌ثباتي په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

ملا نورالله نوري قلات کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه کې ګډون او وینا کړې

تېره ورځ (دوشنبه، ۳/۷/۱۴۰۳) د زابل مرکز قلات اړوند د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر، لوړ پوړو امارتي مسولینو او د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د استازو، د دې ولایت والي مولوي حزب الله افغان، مرستیال والي مولوي محیب الله حماس او ګڼ شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړی وو.

قومي مخورو د خپلو خبرو پرمهال ولسونو ته د افغانستان اسلامي امارت له لوري ترسره شوې خدمتونه ستایلي د دې نظام ننګه يې کړې.

دوی ویلي؛ اوس د افغانانو د زړه حکومت راغلی، هغه وخت دی چې د خلکو ستونزې حل شي.

یادو قومي مشرانو د زابل ولایت اطرافي محرومې ولسوالیو په اړه ویلي؛ په تېرو کلونو کې ډېر کم کار ورته شوی، ولسي مشرانو د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر د لارې بنسټیزه رغونه، خلاصول، روغتیا او د سرکونو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دوی د مدرسو، سربندونو، سړکونو او د پاکو اوبو نه شتون خپلې بنسټیزې ستونزې يادې کړې او د حل غوښتنه یې کړې.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ياد ولايت د اوسېدونکو ستونزې اوریدلي او ویلي يي دي، د ولسونو پوښتنه، عزت، درناوی او خدمت د مو فریضه او مکلفیت دی.

نوموړي زیاته کړې؛ تېر ۲۰ کاله له مجاهدینو سره د ولس همکاري وه چې د نړۍ ۵۱ هېوادونه پر ګونډو شول، دا د افغانانو د اتحاد او یووالي نتیجه او ثمره وه.

افغانانو نه یوازې دا چې هېواد یې ازاد کړی، بلکې په کلتوري، دیني، جغرافیوي او نورو ډېرو برخو کې یې ازادي ترلاسه کړې ده.

ښاغلي نوري د خلکو ستونزو ته په اشارې سره ویلي؛ ولسونو ته مو د دې اړتیا نه ده پرې ایښې چې په وزارتونو وګرځي، بلکې موږ یې ولایت، ولسوالۍ او کلي ته ورځو ستونزې يې اورو، او تر لوړو مقاماتو یې رسوو.

ملا نورالله نوري همداراز زیاته کړې؛ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسولین هڅه کوي چې د هېواد په بيلا بيلو ولايتونو کې د نظام د ثبات او ولسي  يووالي په موخه غونډې جوړې کړي او د خلکو ستونزې له نږدې واوري.