د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر (OHCHR) په اسرائیلو غږ کړی؛ غزه کې دې پر ښوونځیو، چې د فلسطینیانو وروستي پناه ځایونو دي، بریدونه ودروي، تر څو دوی د بارانونو او سیلابونو راوتلو له ګواښ څخه خوندي شي.
یاد دفتر زیاتوي، چې اسرائیلو یوازې د روانې اونۍ په څو ورځو کې د بېځایه شویو فلسطینیانو درې ښوونځي په نښه کړي دي.
- – اسرائیلي یرغلګرو د تېرې شبنې په ورځ د غزې ښار په زیتون ښوونځي هوايي برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲۲ فلسطینیان پکې شهیدان شول.
- – د یکشنبې په ورځ بیا هم په غزه ښار کې کافر قاسم ښوونځی په نښه شو، چې لږ تر لږه ۷ فلسطینیان پکې شهیدان شول.
- – او په دوشنبه بیا په نصیرات کمپ کې پر خالد بن ولید ښوونځي برید وشو، چې یوه فلسطیني نجلۍ او مور او پلار یې پکې شهیدان شول.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وینا؛ په ښوونځیو د بریدونو سم نیمايي قربانیان ماشومان دي.
دا دفتر زیاتوي، چې اسرائیلي عسکرو یوازې په سپټمبر میاشت د غزې پر لسو ښوونځیو بریدونو کړي، چې لږ تر لږه ۸۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.
یاد دفتر وايي: “د غزې ماشومانو لا له وړاندې د زدهکړې ځای په توګه ښوونځي له لاسه ورکړي. اوس دوی د سرپناه په لټه په ښوونځیو کې وژل کېږي. دا حالت باید پای ته ورسېږي.”

