د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د هرات ښار نوی ماسټر پلان د هر اړخیزو تخنیکي مطالعاتو، امکانسنجونې، ساحوي ارزونو او د ښاري پراختیا د اړتیاوو له ارزونې وروسته د وروستۍ منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د ریاستالوزرا مقام ته وړاندې شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، دغه ماسټر پلان د ملي جامع پلانونو او ښاري مطالعاتو ریاست د متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو له لوري د هرات ولایت مقام، د کور او ښار جوړولو ریاست او د هرات ښاروالۍ په همغږۍ چمتو شوی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني د تخنیکي او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته دغه پلان تایید کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د هرات ښار ماسټر پلان د څو میاشتو تخصصي کار او تخنیکي مطالعاتو پایله ده، چې د ښار اوسنۍ او راتلونکې اړتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي.
په دغه پلان کې د استوګنیزو، سوداګریزو، صنعتي، اداري، تعلیمي، روغتیايي، لوژستیکي، تفریحي او کرنیزو ساحو ترڅنګ د ښاري ترانسپورټ شبکې، شنې سیمې او تاریخي او فرهنګي سیمې هم شاملې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت رهبرۍ هیله ښودلې، چې د هرات ښار د نوي ماسټر پلان پلي کېدل به د اقتصادي ودې، پانګونې د جلب، کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د ښاري زیربناوو د پراختیا لامل شي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات ښار ماسټ رپلان به د اسلامي امارت د مشرتابه له وروستۍ منظورۍ وروسته د دغه ولایت د ښاري پراختیا رسمي سند وګرځي او د راتلونکو زیربنايي او پراختیايي پروژو لپاره به بنسټیز چوکاټ جوړ کړي.

