ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یونیسف د افغانستان له روغتيايي سکتور سره همکارۍ ته دوام ورکوي

د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې له مشر ډاکټر تاج الدين اوېلا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې لیدنه کې د روغتيايي خدمتونو ارزونې په موخه د ګډ نظارت په ترسره کولو، د يونيسف ادارې له لوري د تمويلېدونکو موسسو د فعاليتونو په ښه والي او د ستونزو او نیمګړتیاوو پر حل ټینکار شوی دی.

بل لور د يونيسف ادارې مشر په ياده برخه کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د یو مکتوب له لارې به د ګډ نظارت په موخه خپل استازي معرفي کړي؛ څو اړونده چارې په منظم ډول ترسره شي.