ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قالیباف: د امریکا ګواښونه اغېز نه لري؛ ایران ځواب ویلو ته چمتو دی

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د امریکا وروستي ګواښونه بې‌اغېزې بللي او ټینګار یې کړی، چې تهران د اړتیا په صورت کې د مناسب ځواب ورکولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

قالیباف په یوه پیغام کې ویلي: «که د امریکا ګواښونه اغېزمن وای، نن به دې هېواد د بې‌وسۍ او ناهیلۍ حالت ته نه و رسېدلی. موږ د امریکا پر ګواښونو حساب نه کوو.»

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید په خپلو څرګندونو کې احتیاط وکړي. د هغه په وینا، د ایران وسله‌وال ځواکونه چمتو دي چې هر ډول اقدام ته مناسب ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له‌خوا د یورانیمو د غني کولو پر دوام د ټینګار په غبرګون کې ویلي وو، چې ایران باید په خپلو څرګندونو کې احتیاط وکړي، کنه د خپل هېواد نورې برخې به هم له لاسه ورکړي.