ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پینځو لیلیو پاتې چارې پیل شوې

د عاليقدر امير المؤمنین حفظه الله له لوري په پکتیا، ننګرهار او پکتیکا پوهنتونونو کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو نیمه کاره شپږ پوړیزو لیلیو ودانیو او کونړ کې د عبدالله بن عباس رضي الله عنه دیني جامعې ودانۍ پاتې چارې بشپړول منظور او عملا یې چارې پیل شوې.

 د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي او په پلان کې ده، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال تر پایه بشپړې شي.

د مسولینو په وینا، د یادو لیلیو په بشپړېدو سره به د شاوخو ۵ زره محصلینو او فاضلانو د اوسېدو او زده کړو لپاره د مناسب ځای زمینه برابره شي.