د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره لیدنه کړې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د قطر د پانګونې، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو هم نظرونه شریک شوي دي.

