ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 985

ډاکټر عبدالباري عمر د حرارتي دستګاه او برېښنا انرژۍ کنټرول له مرکز څخه لېدنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د کابل ترخېلو ۱۰۵ مېګاوټه حرارتي دستګاه او مرکزي ډیسپیچینګ (د برېښنا انرژۍ کنټرول مرکز) څخه لومړنۍ لېدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د یادې دستګاه او ډیسپیچینګ تخنیکي ټیمونو د خپلو کارکړنو او د ټولو سیستمونو په اړه بشپړ معلومات ورکړي دي.

د برېښنا انرژۍ کنټرول مرکز کارکوونکو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس سره د خپلو لاسته راوړنو تر څنک خپلي شته ستونزې هم شریکې کړي دي، چې ښاغلي عمر یې کارکړنې او زیارونه ستایلي او او د هر اړخیزې همکارۍ بشپړ ډاډ یې ورکړی دی.

ډاکټر عبدالباري عمر د چارو د لا ښه سمون، تجهیزاتو خوندېتوب، ضایعاتو مخنېوي او پر شبکې د کره څارنې او سمون په اړه تخنیکي ټیمونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې ده، چې د تره خیلو ۱۰۵ مېګاواټه حرارتي دستګاه څخه په ځانګړو او بیړنیو حالاتو کې کار اخېستل کیږي او ډیسپیچینګ چې د افغانستان برېښنا شرکت ځانګړی تخنیکي مرکز دی؛ ټول هېواد کې کارېدونکې برېښنا ترې کنټرول او تنظیمیږي.

د اردن او اسرائیلو پر پوله درې اسرائیلي عسکر وژل شوي

یو شمېر رسنیو د اسرائيلي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې یوه وسله‌وال کس د اسرائيلو او اردن پر پوله د اللنبي پل سره نږدې، پر صهیونیستي عسکرو ډزې کړې او درې کسان یې وژلي.

د اردن په پلازمېنه عمان کې بیا خلک د بریدګر په ملاتړ واټونو ته وتلي او د نوموړي دا کار یې ستایلی دی.

د راپورونو له‌مخې، یاد ۳۹ کلن برید کوونکی د لارۍ چلوونکی و، چې له برید وروسته اسرائیلي عسکرو شهید کړی دی. اسرائیلو او اردن یاده پوله تر بلې خبرتیا تړلې ده.

ویل کېږي، چې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې د برید مسولیت منلی او ویلي یې دي، چې دا د اسرائیلو وحشیانه ټول‌وژنې ته طبیعي غبرګون دی.

پر غزه د صهیونیستي رژیم بریدونه دوولسمې میاشتې ته ننوتي او په سیمه‌ییزه کچه هم ترینګلتیا ډېرېدونکې ده.

د اللنبي لاره د اردن پلازمېنې عمان، بیت‌المقدس او د ارام سمندر په شمال کې موقعیت لري، چې اردنیان او فلسطینیان یې د پاچا حسین پل یا الکرامه پل بولي.

دا پل اوس‌مهال د فلسطینیانو لپاره یوازینۍ لاره ده، چې له اشغال شوې لوېدیځې غاړې څخه پر اسرائیلو له تېرېدو پرته تګ-راتګ پرې کولای شي.

خوست کې د ۷۴ زره ډالرو په ارزښت د اتو کارېزونو د ترمیم چارې پیل شوې

د خوست د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې د ریاست تر نظارت لاندې د یونسکو سازمان د  STFA موسسې په مالي لګښت د خوست په مرکز، باک، نادرشاه کوټ، موسی خیلو او صبریو ولسوالیو کې د اتو کارېزونو د ترمیم چارې د ۷۴ زره ډالرو په لګښت پیل شوې، چې شاوخوا پینځو میاشتو کې به یې چارې پای ته ورسیږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې کې د خوست ولایت د دفتر ریس قاري رحمت الله سوبمن ویلي، د اوبو مهارول اړین او ضروري دي.

قاري رحمت الله سوبمن زیاته کړې؛ افغانستان یو زرعتي هېواد دی که چیرته یې د اوبو مدیریت په سمه توګه وکړل شي، نو لرې نه ده، چې اقتصاد به یې وده وکړي او په دې برخه کې به ژر پر خپل ځان بسیا شي.

د یاد ریاست ریس مولوي عبدالقیوم ثابت ویلي؛ یاد کارېزونه چې پخوا جوړ شوي ول، پاکولو، او ترمیم ته اړتیا لري، چې په پایله کې به یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي او خلک به یې د څښاک لپاره هم له اوبو ګټه واخلي.

ورته مهال د یادو سیمو د ځایي اوسېدونکو د دې پروژو په پیل خوښي ښودلې او ویلي یې دي؛ د کارېزونو په بیا ترمیم به اوبه زیاتې او له امله به یې د زراعتي ځمکو په خړوبولو کې دوی ته اسانتیاوې رامنځته شي او کرنیز حاصلات به یې زیات شي.

د دغو پروژو ساختماني چارې چې یو خصوصي ساختماني شرکت ته سپارل شوي، په اړه یې د یاد شرکت انجینر ویلي، د ځمکو د خړوبولو لپاره د دا ډول کارېزونو جوړول پخوانی دود دی او د ژورو څاه ګانو په پرتله يې ډېرو خلکو ته ګټه هم رسیږي او د ځمکې لاندې اوبو د کمښت مخنیوی هم کوي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو کارېزونو د ترمیم او پاک کارۍ په چارو کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د تره خېلو د ۲۵۲ میګاولټ امپیر د نوي سب سټیشن د جوړولو چارې پیل شوې

د تره خېلو د ۲۵۲ میګاولټ امپیر د نوي سب سټیشن د جوړونې او له چمتلې څخه د تره خېلو تر نوي سب سټیشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ امپیر لېږد مزي پروژې پرانیستل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان برېښنا شرکت د اجراییوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسولینو، د اوبو او انرژي وزارت د ریيسانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو شتون درلود.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې په هېواد کې د شته برېښنا د تولید وړتیاوو ته په اشارې ویلي، د اوبو مدیریت او د کورنۍ انرژي د تولید پراختیا د افغانستان د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله خبرې کړي او ویلي یې دي، د اوبو او انرژي وزارت له لوري په بېل ابېلو ولایتونو کې څو ټولګټې پروژې پلي شوې، چې د افغانستان خلک به یې په نږدې راتلونکي کې د بشپړېدو او ګټې ته د سپارلو شاهدان و اوسي.

همدغه راز، د  افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې د انرژي پراختیا یو بنسټیز او مهم اصل بللی او ویلي يې دي، د برېښنا شرکت د اوبو او انرژي وزارت په همغږي سره د انرژي د پراختیا په برخه کې دایمي هلو، ځلو ته ژمن دی.

دغه پروژه د يوه کورني شرکت لخوا د ۱۸.۷ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د دوو کلونو په موده کې  پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به يې د ۲۵۰زره مشتريانو او صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزې حل شي.

همدغه راز، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به په کابل کې د برېښنا انرژي د جذب په برخه کې  زمینه چمتو او د صنعت کارانو د برېښنا د کموالي ستونزې هم هوارې شي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد د کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی مولوي ذبیح الله مجاهد د یو شمېر بنسټيزو پروژو لکه ټاپي، نوري فایبر، رېل پټلۍ، ټاپ او نورو مهمو پروژو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي او د رسنیو له مسولینو یې غوښتي، ترڅو د یادو پروژو د ښه پوښښ او انعکاس لپاره همکاري وکړي.

دغه‌راز نوموړي له یادو مسولینو غوښتي، چې د راپورونو د ترتیب ترڅنګ د دې پروژو د اقتصادي او ټولنیز اهمیت په اړه له یو شمېر کارپوهانو سره تحلیلي بحثونه وکړي، ترڅو د یادو پروژو د ارزښت او اهمیت په اړه هېوادوالو ته لا پوهاوی ورکړل شي.

د غونډې په پای کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو مسولینو د یادو پروژو د ښه انعکاس په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د افغانستان اسلامي امارت له مرکزي ویاند سره شریک کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د نوري فایبر، سایبر سکیورټي او ټکنالوژي اړوند موضوعاتو خبرې شوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ دواړه هېوادونه د اقتصادي ثبات لپاره، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره هم حیاتي ارزښت لري، په ګډه کار کوي.

نوموړي په اوسني دور کې ټکنالوژي د وخت اړینه اړتیا یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ډیټا د انتقال لپاره تر ټولو مهمه برخه د فایبر غځول دي.

همدا راز هېوادونه اوس‌مهال په دې هڅه کې دي، چې خپل انټرنټي ماحول د امنیت له پلوده ډاډمن کړي او موږ هم په دې برخه کې پوره هڅه کړې؛ د هېواد په کچه د سایبري جرایمو لابراتوار جوړ شوی او په دې برخه کې لا نور اړین اقدامات هم ترسره کوو.

د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې د فایبر غځونې او سایبر سکیوریټي په برخه کې به ګډ کار ته دوام ورکړي.

کرېکټ؛ د احمد شاه ابدالي فرسټ‌کلاس سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د کورني کرېکټ څانګې له کلني پلان سره سم اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پیلېږي.

یاد بورډ زیاته کړې، د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوه بېلابېلو کرېکټ لوبغالو کې دوام ولري.

په یادو سیالیو کې څلور بېلابېلې لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز، ګډون لري چې په لومړۍ لوبه کې به یې د هندوکش سټرایکرز لوبډله د سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به شپږ لوبې وکړي، چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د اکټوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه پیلېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.

په اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرېکټ ګڼ شمېر نوموتي او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.

دغه راز ځوانو لوبغاړو ته د لا زیاتو غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د هېواد یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم په یادو سیالیو کې د لوبېدو موقع ورکول کېږي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د اوږدې بڼې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.

د خوست مرستیال والي امنیتي ځواکونو ته: په خاوره تېري کوونکي وځپئ

د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت تېره شپه (شنبه، د وږي ۱۷مه) د یاد ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ ته تللی او له امنیتي ځواکونو سره یې په فرضي کرښه کې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړي.

مولوي محبوب شاه قانت د امنیتي ځواکونو سرښندنې او ميړانې ستایلې او دوی ته یې ویلي دي، ځیرک او متوجې اوسئ او هیچا ته د دې اجازه ورنه کړئ چې په خاوره مو تیری وکړی، د هر ډول تیري مخه ونیسي او له خپلې خاورې څخه کلکه دفاع او ننګه وکړي.

امنیتي ځواکونو مرستیال والي ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، په لوړه روحیه او قوي مورال سره به د هر ډول تیري مخه نیسي او له خپلې خاورې څخه به کلکه دفاع او ننګه کوي.

د دې ترڅنګ ولسونو په خپلو څرګندونو کې ویلي، د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او هر هغه چاته به کلک جواب ورکړي، څوک چې د دوی په خاوره ظلم او تیري ته زړه ښه کوي.