د خوست د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې د ریاست تر نظارت لاندې د یونسکو سازمان د STFA موسسې په مالي لګښت د خوست په مرکز، باک، نادرشاه کوټ، موسی خیلو او صبریو ولسوالیو کې د اتو کارېزونو د ترمیم چارې د ۷۴ زره ډالرو په لګښت پیل شوې، چې شاوخوا پینځو میاشتو کې به یې چارې پای ته ورسیږي.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې کې د خوست ولایت د دفتر ریس قاري رحمت الله سوبمن ویلي، د اوبو مهارول اړین او ضروري دي.
قاري رحمت الله سوبمن زیاته کړې؛ افغانستان یو زرعتي هېواد دی که چیرته یې د اوبو مدیریت په سمه توګه وکړل شي، نو لرې نه ده، چې اقتصاد به یې وده وکړي او په دې برخه کې به ژر پر خپل ځان بسیا شي.
د یاد ریاست ریس مولوي عبدالقیوم ثابت ویلي؛ یاد کارېزونه چې پخوا جوړ شوي ول، پاکولو، او ترمیم ته اړتیا لري، چې په پایله کې به یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي او خلک به یې د څښاک لپاره هم له اوبو ګټه واخلي.
ورته مهال د یادو سیمو د ځایي اوسېدونکو د دې پروژو په پیل خوښي ښودلې او ویلي یې دي؛ د کارېزونو په بیا ترمیم به اوبه زیاتې او له امله به یې د زراعتي ځمکو په خړوبولو کې دوی ته اسانتیاوې رامنځته شي او کرنیز حاصلات به یې زیات شي.
د دغو پروژو ساختماني چارې چې یو خصوصي ساختماني شرکت ته سپارل شوي، په اړه یې د یاد شرکت انجینر ویلي، د ځمکو د خړوبولو لپاره د دا ډول کارېزونو جوړول پخوانی دود دی او د ژورو څاه ګانو په پرتله يې ډېرو خلکو ته ګټه هم رسیږي او د ځمکې لاندې اوبو د کمښت مخنیوی هم کوي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو کارېزونو د ترمیم او پاک کارۍ په چارو کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

