ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 987

د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس د مالیزیا له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر او د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس مفتي نور احمد نور او په مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر نقیب الله احمدي په دې هېواد کې د اسلامي امارت لوی سفارت په دفتر کې د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره په ګڼو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د وروستیو سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو په اړه هر اړخیز بحث شوی او راتلونکي کې د اړیکو د پراختیا، د ډیپلوماټیک تعامل د کچې لوړولو، کابل کې د سیاسي حضور په پیلولو او ګڼو نورو ورته موضوعاتو خبرې شوې دي.

همداراز په یاده لیدنه کې  له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکو په ځانګړي ډول په سیاسي برخه کې د پرمختګونو په اړه خبرې شوي او غوښتنه شوې، چې دغه پرمختګونو ته په کتو مالیزیا هم همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

 داتو احمد اعظم له افغانستان سره د مالیزیا د لومړي وزیر په لېوالتیا خبرې کړي او هیله یې څرګنده کړې، چې د مالیزیا لوړ پوړي چارواکي کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او وسپنې پټلۍ د پروژو د پرانيستې کمېسیون د چمتووالي لومړۍ ناسته وکړه

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې د رياست الوزرا مقام له حکم سره سم، د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د امنیتي ارګانونو، کانونو او پټروليم، ټولګټو چارو، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو او د امارت مرکزي وياند او د افغانستان برېښنا شرکت په ګډون د بهرنيو چارو وزارت کې ترکمنستان سره د ټاپي او ګڼو نورو پروژو د پرانيستې مراسمو لپاره د چمتووالي ناسته وکړه.

د ښاغلي تکل په وینا؛ دې ناسته کې د فرعي کمېټو د چمتووالي راپور اورېدل شوی او د مراسمو د ښه ترسره کېدو په موخه لازمې پرېکړې شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ راتلونکو ورځو کې به يادې پروژې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۳ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۱۶هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۷۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۸ تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۸۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د تورخم په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې ۱۰۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۹۴ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز 1یو زر او ۵۵۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۷ کورنیو سره ټولې ۴۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۲۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۴۱ کورنۍ او ۶۰۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۹ کورنۍ او ۹۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۴۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۲۵ عدده

د فلسطین روغتیا وزارت: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۶۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۲ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور پر اساس، یوازې نن سهار په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۱۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې د مرکزي غزې د کډوالو په بوریج کمپ کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه شوې، چې د یوې کورنۍ څلور غړي پکې شهیدان شوي.

د دې تر څنګ د نصیرات کمپ په لوېدیځه برخه د صهیونیستي یرغلګرو د برید له امله پینځه فلسطینیان شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي.

دغه‌راز د کډوالو او بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه بل ښوونځي د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي برید له امله ۸ فلسطینیان شهیدان شوي، چې د راپورونو له مخې سم نیمايي یې د یوې کورنۍ غړي دي.

په دې ښوونځي کې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۹۳۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۶۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د افغانانو او چینایانو یوه ګډ شرکت هېواد کې د اوبو بندونو په جوړولو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وايي؛ ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د پانګونې د جذب د ریيس انجنیر دادمحمد زرمتي په شتون کې د یوه افغان شرکت مسولینو او چینایي شریکانو سره لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې لیدنه کې د یاد شرکت رییس او چینایي شریکانو یې په افغانستان کې د برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د اوبو او انرژي وزیر په افغانستان کې د برېښنا بندونو د جوړولو په پروژو کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتيا د هر کلي ترڅنګ، هغوی ته وړاندیز کړی، چې د ګلبهار بند، باغدرې بند، په بغلان ولایت کې د کیله ګي بند، په تخار ولایت کې د مامي کلا بند او په بادغیس ولایت کې د مرغاب پر سیند باندې د بند جوړولو په پروژو کې پانګونه وکړي.

ملا عبداللطیف منصور ویلي، اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده او مونږ په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو یو.

دغه راز د یاد شرکت چینایي شریک په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر ته د دوی له شرکت څخه د لیدنې په موخه چین هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د لیدنې په پای کې په پروژو کې د پانګونې په موخه د عملي چارو پر پیل ټینګار شوی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د اوبو او انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرینو شرکتونو لېوالتیا ډېره شوې ده.

شیخ محمد خالد الحنفي: د اسلامي نظام په پلي کېدو کې له شرېعت نه شو تېرېدلی

میدان وردګ ولایت کې د شیخ امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو او لارښونو د لا ښه پلي کولو تر عنوان لاندې غوڼده وشوه.

په دې غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي وویل، شریعت زموږ لپاره سره کرښه ده او موږ د خلکو د غوښتنو لپاره له شرېعت نه شو تېرېدلی.

نوموړي زیاته کړه، نړیوالو له بدبختیو پرته نور څه را پرنښودل او اوس تل د اسلامي نظام او د امر بالمعروف د نوي توشیح شوي قانون خلاف غونډې ترسره کوي.

همداراز په دې ناسته کې د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیار معاذ وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي او مسولین د شریعت پلي کول خپل مسولیت بولي او په پلې کولو کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.

 نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي نظام لپاره مو بې شېمره قربانۍ ورکړې او موخه مو همدا وه، تر څو په ټول هېواد کې شریعت پلی شي.

په جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د علماوو شورا رییس شیخ عبدالهادي فضلي وویل، د شریعت پلي کول زموږ مسولیت دی او په یاده برخه کې د  پوره همکارۍ ډاډ ورکوو.

د غونډې ځايي ګډونوالو وویل، د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو له مجاهدینو سره اوږه په اوږه ولاړ وو او اوس هم ورسره پوره همکار دي

دوی زیاته کړه؛ موږ ډاډ ورکوو، چې د اسلامي امارت سره د اسلام مبارک دین په لاره کې ګام په ګام ولاړ وو او ورسره ولاړ به یو.

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت استازو د میدان وردګو ولایت له مسولینو، علماوو شورا او عام ولس نه غوښتنه کړې، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي.

عامې روغتیا وزارت: ۴۰ روغتیايي کارکوونکي د ICU په برخه کې د زده کړو ترلاسه کولو په موخه ایران ته استول شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي (متخصصین او نرسان) د جدي څارنې (ICU) په برخه کې د هر اړخیزو یو میاشتنۍ زده کړو ترلاسه کولو په موخه ایران ته استول شوي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دغو روغتیايي کارکوونکو ته په دې برخه کې زده کړې پیل شوي، چې هېواد ته په بېرته راستنېدو سره به د روغتیا په برخه کې ډېر څه نوي له ځان سره ولري.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او متخصصینو د روزلو لپاره په کور دننه د ټولو شته امکاناتو او متخصص روغتیايي پرسونل څخه د ګټې اخیستنې برسېره په بهرنیو هېوادونو کې هم روغتیايي کارکوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، څو وکولی شي یو پیاوړی روغتیايي سیستم رامنځته او په کور دننه ټولو ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د پکتیکا قومي مشران: د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو حقوق خوندي شوي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د پکتیکا ولایت له قومي سپین ږیرو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ قومي مشرانو د ملي یووالي په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي، د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو حقوق خوندي شوي دي.

یادو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې.

دوي همداراز په خپلو خبرو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سره د سرک، روغتيا او په ځینو نورو برخو کې شته ستونزې شریکې کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

ملا نورالله نوري د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي امارت د حاکمیت په برخه کې د دوی قربانۍ د قدر وړ بللي او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت د ولس په سرښندنو ټینګ شوی او اوس هم د ولس همکارۍ ته اړتیا لري.

همدا راز نوموړي زیاته کړې؛ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دنده لري چې د خلکو ستونزې واوري او په حل کولو کې يې ګړندۍ هڅې وکړي.

ښاغلي نوري د دوی د ستونزو په اړه ویلي، موږ ستاسي د ستونزو حل په موخه چټک کامونه اخلو.