ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 995

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت په راتګ سره افغانان د ناخوالو پر ځای د خپلواک نظام څښتنان شول

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د تېرې ادارې او پخوانیو یو شمېر چارواکو، قومي مشرانو، پوهانو، او د بېلا بېلو ولایتونو له عالمانو او ځوانانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په تېره اداره کې د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري، د اوبو او برېښنا وزیر سید محمد ایوب او د کورنیو چارو وزیر منشي عبدالمجید د نورو په استازولۍ خبرې کړې او ویلي یې دي، په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو هیله وه او دوی د دې نظام د پایښت او پياوړتیا لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړو زیاته کړې؛ په افغانستان کې اسلامي نظام نړیوال نشي زغملی او له بېلا بېلو لارو کوښښ کوي چې دا نظام زیانمن کړي، خو افغانان به هېڅکله چاته اجازه ورنکړي، چې د اسلامي نظام د کمزوري کولو او یا یې پر وړاندې د بغاوت لپاره هڅې وکړي.

دغو پخوانیو چارواکو او مخورو ویلي؛ ولس د اسلامي امارت لخوا د توشیح شوو قوانینو هرکلی کوی، خو له لویدیځو افکارو اغېزمن او د غربي فکر لرونکي کسان به د اسلامي قانون مخالفت او غندنه کوي.

نوموړو زیاته کړې، د اسلامي امارت د زعیم فرمانونه د اسلامي نظام برخه ده او له اسلام نظام څخه ملاتړ د مسلمانانو دیني مسولیت دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی مننه کړې، چې خپلې مشورې او نظرونه له اسلامي امارت سره شریکوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د پخواني او تېرې جهادي دورې هیلې پوره کړې او ثابته یې کړه، چې د جهاد له پای ته رسېدو وروسته افغانان د ناخوالو پر ځای د خپلواک نظام څښتنان او په امن کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت اصلاحي مشورو او نظرونو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولی شي په مستقیم ډول خپل نظرونه له مسولینو سره شریک کړي او د امارتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د قوانینو برخې ته پام لري او میلمنو ته یې ډاډ ورکړی، چې پر سلا او وړاندیزونو به یې غور وشي.

احصایې او معلوماتو ملي اداره: پکتیا کې د ۱۱ کیلو واټه لمریزې برېښنا د تولید سیسټم پرانېستل شو

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د پکتیا ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د خدمتونو وړاندې کولو په بهیر کې د اسانتیاوو او د برېښنا له پرې کېدو څخه د مخنیوي په موخه د دې ریاست په انګړ کې د لمریزې برېښنا سیسټم چې په ساعت کې د ۱۱ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري پرانېستل شو.

په دې اړه د پکتیا د احصایې او معلوماتو رییس مفتي محمد اصف قرار ویلي؛ ۲۲ لمریزې تختې د ۴۱۹زره افغانیو په لګښت لګول شوې دي، چې په فعالېدو سره یې د دې ریاست اداري کارونه په سم ډول ترسره، د برېښنا د کموالي ستونزه حل او د خدمتونو د وړاندې کولو پرمهال به د برېښنا له پرې کېدو څخه مخنیوي وشي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره هېوادوالو ته د چټکو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د خپلو هېوادوالو له‌پاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت په ټولو برخو کې د غوره خدمتونو وړاندې کول خپل مسولیت بولي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين له یوه بهر مېشتي ډاکټر عبدالهادي کريم سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پيل کې ډاکټر عبدالهادي کريم بېلابېلو برخو ته د اسلامي امارت په پاملرنې خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ غوره روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی د هېوادوالو جدي اړتيا ده، چې خوشبختانه اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې یې مهم کارونه ترسره کړي دي.

ډاکټر عبدالهادي کريم همداراز د ډاکټرانو او متخصصينو د ظرفيت لوړولو، د معياري لابراتوارونو جوړولو او د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې د وړ او مسلکي ظرفيت لرونکو کسانو جذب ته اشارې له مسولينو غوښتنه کړې، دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په دې لیدنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت په مختلفو په ځانګړي ډول د روغتيا په برخه کې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول خپل مسوليت بولي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو معياري کولو لپاره د اسلامي امارت د پروګرامونو يادونه کړې او په بهر کې له مېشتو ټولو ډاکټرانو او متخصصينو څخه يې غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د ناروغانو د درملنې ترڅنګ په پرمختګ کې هم برخه واخلي.

نوموړي د وړانديزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به په ټولو امکاناتو ورته رسېدنه کړې.

د ملا عبداللطیف منصور او د یوه هندي شرکت رییس لیدنه؛ د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټيشن په تسلیمولو خبرې شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي؛ د دې وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د دفتر د عمومي رییس قاري محمد عبدالعزیز عزیز او یو شمېر نورو رییسانو په شتون کې د Good rich logistic هندي شرکت له رییس شوراب شرما او د ګرین سټیټ پاور شرکت له مشر سره لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې لیدنه کې د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټيشن د تسلیمولو او د ټرانسفرمرونو د لېږد د څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.

دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر د یادو شرکتونو له مسولینو سره د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټيشن د تسلیمولو او د ټرانسفرمرونو د لېږد په هکله د اړینو خبرو وروسته، اړوندو مسولینو ته په دې هکله اړینې لارښوونې کړي او ویلي يي دي، د یاد سب سټيشن د تسلیمولو او د ټرانسفرمرونو د لېږد د څرنګوالي په تړاو دې اړین اقدامات ترسره شي.

د زندانونو چارو د سمون اداره: تېر کال د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر بنسټ څه باندې درې زره بندیان ازاد شوي

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسولینو نن ( یکشنبه، وږی ۱۱) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسولینو په یاد کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان له مخې د روژې مبارکې مياشتې، کوچني او لوی اختر په مناسبت، درې زره او ۲۰۰ بنديان ازاد شوي او د  یو زر او ۶۵۵ نورو په مجازاتو کې تخفیف رامنځته شوی دي.

مسولینو زیاته کړه؛ چې د محکمو د مکتوبونو له مخې، درې زره او ۲۴۳ بندیان خوشې شوي، درې زره او ۱۶ بندیان له ولایتونو څخه مرکز ته، له مرکز څخه ولایتونو او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدول شوي او د یو زر او ۵۶۲ بندیانو د برخلیک معلومولو لپاره، له سترې محکمې سره اړینه همغږي شوې ده.

د یادې ادارې مسولینو وویل، دوه زره او ۲۴۱ بنديان د ديني زده کړو له بېلا بېلو برخو څخه فارغ شوي او شپږ زره او ۴٠٨ تنه نور په ديني زده کړو بوخت دي.

همدارنګه مسولینو زیاته کړه، یو زر او ۹۵۴ تنه د سواد زده کړې له برخې فارغ شوي او اوسمهال دوه زره او۳۵۰ تنه نور په زده کړو بوخت دي.

د دې ادارې مسولینو په وینا، یو زر او ۱۲۲ بندیان په حرفوي زده کړو بوخت دي او په تېر کال کې ۳۳۷ تنو په بېلابېلو څانګو کې حرفوي زده کړې بشپړې کړي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په وروستي یوه کال کې د ادارې د ۱۴۰۳ کال تفصیلي پلان، پالېسي او ستراتېژیک پلان نهایي شوي او د مالي ملاتړ، د بندیانو درملنې، اعاشې، حرفوي زده کړو او د بېلا بېلو څانګو د تجهیز په موخه له یو شمېر بنسټونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

د ادارې مسولینو زیاته کړه؛ د زندانونو پولیسو د مسلکي کولو او ظرفيت لوړونې په موخه ۶۸۰ افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو ته روزنيز ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ شوي او اوسمهال ۱۶۰ تنه نور په مسلکي زده کړو بوخت دي.

د مسولینو د معلومات له مخې؛ د ادارې اړوند ۵۰ بستریز روغتون کې د معالجوي، وقایوي او حمایوي امریتونو فعالول او د ۴۱۸ زره او ۸۵۷ بندیانو او پرسونل درملنه، په تېر یوه کال کې د دې ادارې له مهمو فعالیتونو څخه دي.

ټولګټو وزارت: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي سکټور د پراختيا په موخه دوه اړخيزه تړونونه لاسليک شول

د ټولګټو وزارت وايي؛ د دې وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت ترکمنستان هېواد ته د افغانستان د ګډ اقتصادي پلاوي د سفر په ترڅ کې د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره د تورغونډۍ بندر د پراختيا او له تورغونډۍ څخه د هرات په لور تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومټره کرښې د جوړولو تړونونه لاسلیک کړل.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ په پام کې ده، چې ډېر ژر به د دواړو پروژو عملي چاري د ترکمنستان هېواد لخوا څخه پیل شي.

تورغونډۍ بندر چې د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د وصل نقطه بلل کیږي، چې په رغولو سره به یې سوداګرو ته لا زیاتي اسانتیاوې رامنځ ته شي او د اموالو د لېږد را لېږد پروسه به ورسره ګړندۍ شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  شنبې ورځ، د ۲۷/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۰/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱٦۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ٦۱ تنه و، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۲۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۲۷ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۲۲٦ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ٦۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۷ کورنیو سره ټولې ۲۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 ۱٦۲ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۴٦٦ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ٦۰٦ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۹۵۷ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴٦ کورنیو سره ټولې ۳۵۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۱۲٦ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۳٦ کورنیو سره ټولې ۲۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۱۰۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۵۱ کورنۍ، ٦۲۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۱۱ کورنۍ، ٦۱ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۴٦ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۸۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱٦٦ عدده

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیز خوندیتوب سکتور درېیمه ناسته؛ د اړمنو هېوادوالو په لاسنیوي خبرې شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د ټولنیز خوندیتوب سکتور درېیمه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې، پوهنې، لوړو زده‌کړو، عامې روغتیا، اقتصاد، ټولګتو، د شهیدانو او معلولینو چارو، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، اطلاعاتو او کلتور، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د ارشادو، حج او اوقافو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو او طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې، کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو، چې د ټولنیز خوندیتوب سکتور غړې ادارې دي ګډون درلود.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ او د ۱۷ امارتي او غیر امارتي ادارو د استازو په شتون کې د ټولنیز خوندیتوب سکتور په درېیمه ناسته کې د دې سکتور د فعالیت په لارښود او ځینو اړوندو چارو خبرې شوې دي.

همداراز په دې ناسته کې د ټولنیز خوندیتوب سکتور د لارښود د نهايي کېدو، د دې سکتور د جوړېدو پر اهمیت او له لارې یې د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په اړه هم بحث شوی.

ملا عبدالمنان عمري ویلي؛ د دې سکتور د فعالیت پیل او د غړو ادارو ترمنځ نږدې همکاري او ګډې هڅې به وکولی شي، چې تر ډېره حده د زیانمنو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د فقر د کموالي سبب به وګرځي.

د وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال شیخ عبدالبر ویلي؛ هېواد کې شته ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه اړینه ده، چې مسولیتونه او مکلفیتونه په ښه توګه درک او هره اداره پخپلو چارو کې روانې هڅې او فعالیتونه ګړندي کړي، تر څو له یوې خوا د فقر او د بیکارۍ کچو د ټيټېدو سبب شي او له بلې خوا د یوه بډایه او پرمختللي افغانستان په لور ګامونه واخیستل شي.

دغه‌راز د ټولنیزو تامیناتو د تنظیم د رییس له لوري د تېرو دوو ناستو په اړه راپور، د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس له لوري د ټولنیزخوندیتوب سکتور لپاره د برېښنایي سیستم د طرحې او د پالیسۍ او پلان ریاست لوري د ټولنیز خوندیتوب د ملي پالیسۍ په طرحې د کار په اړه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک شوې دي.

د یاد وزارت په وینا؛ د ناستې ګډونوالو د یادو مواردو په اړه خپل وړاندیزونه، غوښتنې او نظرونه شریک کړي او پریکړه شوې، چې په راتلونکې ناسته کې دې د ټولنیز خوندیتوب سکتور لارښود د نهايي کېدو په منظور وړاندې شي او هم دې د کاري کمېټو غړې ادارې او د دوی مسولیتونه په ګوته شي.