ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت په راتګ سره افغانان د ناخوالو پر ځای د خپلواک نظام څښتنان شول

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د تېرې ادارې او پخوانیو یو شمېر چارواکو، قومي مشرانو، پوهانو، او د بېلا بېلو ولایتونو له عالمانو او ځوانانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په تېره اداره کې د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري، د اوبو او برېښنا وزیر سید محمد ایوب او د کورنیو چارو وزیر منشي عبدالمجید د نورو په استازولۍ خبرې کړې او ویلي یې دي، په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو هیله وه او دوی د دې نظام د پایښت او پياوړتیا لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړو زیاته کړې؛ په افغانستان کې اسلامي نظام نړیوال نشي زغملی او له بېلا بېلو لارو کوښښ کوي چې دا نظام زیانمن کړي، خو افغانان به هېڅکله چاته اجازه ورنکړي، چې د اسلامي نظام د کمزوري کولو او یا یې پر وړاندې د بغاوت لپاره هڅې وکړي.

دغو پخوانیو چارواکو او مخورو ویلي؛ ولس د اسلامي امارت لخوا د توشیح شوو قوانینو هرکلی کوی، خو له لویدیځو افکارو اغېزمن او د غربي فکر لرونکي کسان به د اسلامي قانون مخالفت او غندنه کوي.

نوموړو زیاته کړې، د اسلامي امارت د زعیم فرمانونه د اسلامي نظام برخه ده او له اسلام نظام څخه ملاتړ د مسلمانانو دیني مسولیت دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی مننه کړې، چې خپلې مشورې او نظرونه له اسلامي امارت سره شریکوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د پخواني او تېرې جهادي دورې هیلې پوره کړې او ثابته یې کړه، چې د جهاد له پای ته رسېدو وروسته افغانان د ناخوالو پر ځای د خپلواک نظام څښتنان او په امن کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت اصلاحي مشورو او نظرونو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولی شي په مستقیم ډول خپل نظرونه له مسولینو سره شریک کړي او د امارتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د قوانینو برخې ته پام لري او میلمنو ته یې ډاډ ورکړی، چې پر سلا او وړاندیزونو به یې غور وشي.