د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې هغه راپورونه رد کړل، چې د ځینو نړیوالو رسنیو له خوا ایران ته د پیسو د لېږد په اړه خپاره شوي وو.
د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې له اماراتو څخه ایران ته د شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو د لېږد په تړاو شوې ادعاوې په بشپړه توګه بېاساسه او ناسمې دي.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د ایران هېڅ کنګل شوې شتمني د دې هېواد له لارې نه ازاده شوې او نه لېږدول شوې ده.

