استرالیا، کاناډا او بریتانیا د سولې د یوه ګډ صندوق په جوړولو سره د فلسطین او اسراییل د شخړې د پای ته رسولو لپاره د دوو دولتونو د حللارې ملاتړ اعلان کړی دی.
د دې طرحې له مخې، هر هېواد به دغه صندوق ته یو میلیون پونډ مرسته ورکوي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا صندوق به د خلکو له لوري پر مخ وړل کېدونکو پروژو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، د مدني ټولنو بنسټونو او د ښځو د ګډون پروګرامونو ملاتړ وکړي.
دا اقدام وروسته له هغه ترسره شوی چې دغو درېیو هېوادونو له فرانسې، نیوزیلنډ او ناروې سره یوځای د اسراییلي مېشتو کسانو د تاوتریخوالي او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکو شبکو پر ضد په لوېدیځه غاړه کې همغږي بندیزونه اعلان کړل.

