ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جنوبي کوریا پخوانی ولسمشر په ۳۰کاله بند محکوم شو

د جنوبي کوریا پخوانی ولسمشر یون سوک یول، د شمالي کوریا خاورې ته د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو لېږلو په تور په ۳۰ کاله بند محکوم شو.

د الجزیرې د راپور له مخې، د دغو بې‌پیلوټه الوتکو، چې د پیونګ یانګ په وینا تبلیغاتي پاڼې یې هم لېږدولې، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د دواړو هېواونو ترمنځ پوځي کړکېچ زیات کړی و.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي له خوا په ۲۰۲۴ کال کې د پوځي واکمنۍ اعلان له پراخو سیاسي غبرګونونو سره مخ شوی و.