د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هرات له والي شیخ نور احمد اسلام جار سره په لیدنه کې پر بېلابېلو اداري او خدماتي موضوعاتو خبرې کړې دي.
په پیل کې د هرات والي د دې ولایت د عمومي وضعیت، د عامه خدماتو د ښه والي لپاره د سیمه ییزې ادارې د هڅو، د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د اداري چارو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، د اسلامي امارت مسولین په هرات کې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې د خلکو د هوساینې د تامین او د هغوی اړتیاو ته د رسیدنې لپاره هڅې کوي.
همداراز په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت او دوی ته د خدماتو وړاندې کولو د بهیر په اړه هم خبرې شوې دي.
شیخ نور احمد اسلام جار څرګنده کړې، چې اړوندې ادارې له مسولو بنسټونو سره په همکاري راستنو شویو هېوادوالو ته د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو او اړینو اسانتیاوو زمینه برابره کړې او د دغه بهیر د لاښه والي هڅې روانې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هرات د سیمه ییزې ادارې فعالیتونه او کړنې ستایلي او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د چارو د مدیریت په برخه کې یې د دې ولایت د مسولینو رول ارزښتمن بللی دی. دغهراز مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې هېوادوالو ته خدمت او راستنو شویو کډوالو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول د حکومتي بنسټونو له مهمو مسولیتونو څخه شمېرل کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال همداراز په بېلابېلو اجتماعي برخو کې د هرات د خلکو د همکاري قدرداني کړې او هېوادوالو ته یې د خدماتو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

