د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې چې د خان محمد منګل سوپر لیګ په نوم ۱۰ اوریزې کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، د منګل زمریانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوبې پچه منګل پړانګان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. دغې لوبډلې په خپلو ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.
په دې پاڼۍ کې منګل پړانګانو په ګټه جاوید شیرزوي ۳۷ او بسمالله ځدراڼ ۲۳ منډې وکړې. اخوا بیا په توپ اچونه کې منګل زمریانو ته عبدالروف ځدراڼ درې او نقیب منګل یو لوبغاړی وسوځاوه.
پر وړاندې یې منګل زمریانو لوبډلې د ۹ اورونو په لوبولو سره د مطیعالله عابد ۶۲ او فرمان افغان ۲۴ منډو پر مټ ټاکل شوی هدف پوره کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې سیاله لوبډله ماته کړه.
د منګل پړانګان له لوري وحید منګل او عصمت افغان هر یوه دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
د سیالۍ په پای کې مطیعالله عابد د لوبې غوره لوبغاړی، وحید منګل سټایلش لوبغاړی، ګل نور د لوبې بدلونکی لوبغاړی (Game Changer) او عبدالروف ځدراڼ غوره بالر ونومول شول.
د یادونې وړ ده، چې د پایلوبې په مراسمو کې د منګل ځوانانو شورا، د چهاراسیاب ولسوالۍ د ورزشکارانو شورا غړو او ګڼو کابل مېشتو هېوادوالو هم ګډون کړی و.

