د افغاني سرې مياشتې عمومي ریيس شيخ شهاب الدين دلاور د نړيوال فدراسيون له سکرتر جنرال جګن چپه ګېن او د افغانستان لپاره د ياد فدراسيون له مشر ښاغلي حسام فيصل سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي دلاور د بشري خدمتونو د لا پراختيا، د بېړنيو پېښو پرمهال د زيانمنو لاسنیوي او د مرستو د اغېزمنې رسونې برخه کې د نړيوال فدراسيون د لا ډېرو همکاريو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د افغاني سرې مياشتې د روغتيايي فعاليتونو، په ځانګړي ډول د سوري زړه او رواني ناروغانو د درملنې په اړه معلومات وړاندې کړل او د طبيعي پېښو له زيانمنو کورنيو، بېسرپرستو مېرمنو او راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د ترسره کېدونکو بشري خدمتونو او مرستو يادونه هم کړې دی.
شيخ شهاب الدين دلاور زياته کړې، چې افغانان د تېرو څو لسيزو جګړو او طبيعي پېښو له امله له ګڼو بشري ستونزو سره مخ دي او پراخ ملاتړ ته اړتيا لري.
نوموړي ویلي، چې افغاني سره مياشت د خپلو بشري خدمتونو د لا پراختيا، د بېړنيو حالاتو پر مهال د زيانمنو خلکو د اړتياوو د پوره کولو او د مرستو د اغېزمنې رسونې لپاره د نړيوال فدراسيون د لا ډېرو همکاريو غوښتونکې ده.
ورپسې د نړيوال فدراسيون سکرتر جنرال وويل، چې افغانستان ته يې د سفر موخه د افغاني سرې مياشتې د بشري فعاليتونو او خدمتونو له نږدې ارزونه ده، څو د افغانانو بشري اړتياوې، د افغاني سرې مياشتې لاسته راوړنې او د بشري مرستو لومړيتوبونه له نړيوالو کاري شريکانو او مرستندويه ادارو سره شريک کړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې نړيوال فدراسيون به له افغاني سرې مياشتې سره د بشري مرستو او همکاريو لړۍ روانه وساتي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو د بشري فعاليتونو، روغتيايي او مرستندويه خدمتونو، د ظرفيت لوړونې پروګرامونو او د متقابلو همکاريو د لا پراختيا په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

