د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د وینې ورکونې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د وینې ورکړه د انسانیت، ورورولۍ او اسلامي ارزښتونو څرګندونه وبلله.
نوموړي د وینې ورکونې په اړه د عامه پوهاوي په دې غونډه کې وویل، که هر کس په کال کې یو یا دوه ځله وینه ورکړي، نو د زرګونو هېوادوالو ژوند به وژغورل شي.
دغهراز مولوي عبدالولي حقاني له خلکو وغوښتل، چې د وینې ورکونې په برخه کې خپل انساني او ټولنیز مسولیت ادا کړي او له اړمنو ناروغانو سره مرسته وکړي.
نوموړي د وینې ورکړه یوه ارزښتناکه بشري کړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې په وروستیو کلونو کې د وینې بانکونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټور اقدامات ترسره شوي دي.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رييس ډاکټر وحدت الکوزي ویلي، افغانستان د وینې د زېرمو په برخه کې د ځانبسیاینې پر لور روان دی او دا مهال په دې برخه کې له کومې جدي ستونزې سره نه دی مخ.
نوموړي زياته کړې، په هېواد کې د وینې د راټولولو، ازموینې او بېلوالي معیاري سیستمونه فعال دي او د وینې بانکي خدمتونه په منظم ډول وړاندې کېږي.
ښاغلي الکوزي همداراز زیاته کړې، تېر کال په ټول هېواد کې ۲۲۷ زره یونټه وینه راټوله شوې وه چې له دې ډلې ۲۱۰ زره یونټه یې ناروغانو ته وېشل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دغه مراسم د وینې ورکونې په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او د رضاکارانه وینې ورکونې د فرهنګ د ودې په موخه جوړ شوي وو.

