ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ: له ایران سره هوکړه بشپړه شوې، رسمي لاسلیک به په سویس کې وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې او اوربند هوکړه بشپړه شوې او د هرمز تنګي د پرانیستې او د امریکا د سمندري محاصرې د پای ته رسولو امر یې صادر کړی دی.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي: «د ایران له اسلامي جمهوریت سره هوکړه بشپړه شوې ده، ټولو ته مبارکي وایم.» هغه زیاته کړې، چې د هرمز تنګي د تګ راتګ پرانیستلو او پر ایران د امریکا د سمندري کلابندۍ د ختمولو اجازه یې ورکړې ده.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب‌ابادي د ایران دولتي رسنیو ته ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې متن وروستی شوی او ټاکل شوې ده، چې د جون په ۱۹مه په سویس کې په رسمي ډول لاسلیک شي.

بل لور ته، ایران دغه هوکړه د خپلې بریا په توګه یاده کړې او ویلي یې دي، چې امریکا او اسراییل له ماتې منلو او تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده.

د راپورونو له مخې، په دې هوکړه کې د پوځي عملیاتو د درولو، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو مذاکراتو لپاره د چوکاټ پر رامنځته کولو هوکړه شوې ده، خو د هوکړې بشپړ جزئیات لا نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو دغه هوکړه د ډیپلوماټیکو هڅو مهمه پایله بللې، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ویلي، دا تړون به د سیمې د ثبات او د انرژۍ نړیوالو بازارونو د عادي کېدو لپاره مهم ګام وي.