ایراني دولتي او نیمهدولتي رسنیو د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې ځینې جزئیات خپاره کړي، خو تر اوسه د دواړو هېوادونو له لوري په رسمي ډول نه دي تایید شوي.
د مهر نیوز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې احتمالي هوکړې په مهمو مواردو کې د لبنان په ګډون په بېلابېلو جبهو کې د اوربند ټینګښت، د ایران په کورنیو چارو کې د امریکا د نه لاسوهنې ژمنه او پر ایران د امریکا د سمندري کلابندۍ پای ته رسول شامل دي.
د راپور له مخې، په هوکړه کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، د ایران د تېلو او انرژۍ پر صادراتو د محدودیتونو د لرې کولو او د ایران د اقتصادي بیارغونې لپاره د سلګونو میلیاردو ډالرو د مرستو او پانګونو وړاندیزونه هم شامل دي.
همدارنګه ویل شوي، چې ایران به د اټومي وسلو د نه پراختیا ژمنه کوي، په داسې حال کې چې امریکا به په سیمه کې د خپل پوځي حضور د نه پراخولو او پر ایران د نویو بندیزونو د نه لګولو تعهد کوي.
مهر نیوز زیاته کړې، چې وروستۍ خبرې اترې به هغه مهال پیل شي، کله چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو لږ تر لږه نیمایي برخه ازاده شي، د تېلو پر صادراتو محدودیتونه نرم شي او سمندري کلابندي پای ته ورسېږي.
د راپور له مخې، تمه ده چې وروستۍ هوکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړهلیک له لارې تصویب شي.
تر اوسه د ایران او امریکا چارواکو د یادو مواردو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

