د امریکا په میسوري ایالت کې د یوې الوتکې لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، دا پېښه د میسوري ایالت د کانزاس ښار په جنوب کې د بتل مموریال هوايي ډګر ته نږدې رامنځته شوې ده، چې د دغه ایالت تر ټولو لوی ښار بلل کېږي.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو علت او نورو جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

