د بلخ عامې روغتیا ریاست ویلي، چې یوې مور په بریالۍ توګه په یو ځل پینځه ماشومان زېږولي، چې درې نجونې او دوه یې هلکان دي.
همدارنګه روغتیايي مسولینو د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
د یادو ماشومانو پلار، عبدالله الوزی د بلخ ولایت د دولتاباد ولسوالۍ د شینګلاباد کلي اوسېدونکی دی.
نوموړي د خپلو ماشومانو په زېږېدو خوښي څرګنده کړې، خو د هغوی د مناسبې روزنې او پالنې لپاره یې د خیر غوښتونکو او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي پرسونل د نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه کوي او ژمن دی چې د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

