ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا او ایران د احتمالي هوکړې له اعلان وروسته د تېلو نړیوالې بیې راټیټې شوي

د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو له اعلان وروسته د اسیا په بازارونو کې د تېلو نړیوالې بیې راټیټې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د برېنټ خامو تېلو د یوه بېرل بیه ۳.۸ سلنه کمه شوې او ۸۴.۰۲ ډالرو ته رسېدلې ده. همدارنګه د امریکا د خامو تېلو بیه ۱.۴ سلنه راټیټه شوې او ۸۱.۴۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

د بازار شنونکي وایي، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو احتمال او د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمېدو تمې د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې د بیو د راټیټېدو لامل شوې دي.

ټاکل شوې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ په سویس کې په رسمي ډول لاسلیک شي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړیوالو انرژۍ بازارونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. د راپورونو له مخې، دغه تنګی د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسراییلو له هوايي بریدونو وروسته تړل شوی و.