ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ کې څه‌باندې ۱.۱ میلیون جریبه عامه څړځایونه تثبیت او ثبت شول

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په بلخ ولایت کې د پراخو سروې‌ګانو او بررسۍ په پایله کې څه‌باندې یو میلیون، ۱۰۷ زره او ۶۵۲ جریبه عامه څړځایونه (مرعي ځمکې) تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت کړي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یاد څړځایونه د بلخ ولایت په نهرشاهي، دهدادي، مارمل، بلخ، شولګره، چمتال، چهاربولک، کشنده او کوه‌البرز ولسوالیو کې موقعیت لري او د ځانګړي پلاوي له لوري تر ارزونې وروسته د کمېسیون له پرېکړې سره سم رسمي ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، د تثبیت شویو څړځایونو شاوخوا ۸۰ سلنه برخه، چې څه‌باندې ۸۹۰ زره جریبه ځمکه جوړوي، لا هم د طبیعي څړځای په بڼه پاتې ده، خو پاتې ۲۰ سلنه برخه یې د خلکو له لوري په للمي او اوبیزو کرنیزو ځمکو، استوګنیزو سیمو او نورو استفادو بدله شوې ده.

کمېسیون ټینګار کړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون له مخې پر عامه څړځایونو هر ډول تېری، د کرنیزو ځمکو په توګه د هغو کارول، د استوګنیزو کورونو جوړول او نور تصرفات منع دي.

د یاد کمېسیون په وینا، د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی د هغو ځمکو د وضعیت د ارزونې او حل‌لارو موندلو چارې هم پر مخ وړي، چې له خپل طبیعي حالت څخه وتلې دي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون وایي، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د عامه څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر روان دی او له بشپړېدو وروسته به د ځمکو په بانک کې ثبت شي.