ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسعود پزشکیان : له امریکا سره تفاهم د جګړې درولو يو ګام دی، نه وروستۍ هوکړه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې له اوږدو خبرو اترو وروسته یې پر یوې هوکړې موافقه کړې، څو د ایران د ملت حقونو ته د امریکا د درناوي عملي اراده وازمویل شي.

پزشکیان زیاته کړې، که د دغې هوکړې ټول موارد په بشپړه توګه عملي شي، نو دا به د ایران لپاره یو ویاړلی سند وي.

هغه ټینګار کړی، تر اوسه چې پر کومو مواردو هوکړه شوې، دا د جګړې درولو او د خبرو اترو بهیر د پیل لپاره یو مهم ګام دی، خو لا هم د اړخونو ترمنځ وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

د ایران ولسمشر ویلي، چې هېواد یې د ټولو احتمالي انتخابونو لپاره چمتو دی.