د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوېټ کوپر د لبنان په تړاو د اسراییلي رژیم د امنیت وزیر ایتامار بنګویر څرګندونې غندلي او هغه یې کرکجنې او ویروونکې بللي دي.
نوموړې د اېکس په یوه پوسټ کې له اسراییلو او حزبالله غوښتي، چې په لبنان کې اوربند ته درناوی وکړي او د ټولو ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیرې دغه څرګندونې د ایتامار بن ګویر د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې د لبنان په سویل کې د څلورو اسراییلي پوځیانو له وژل کېدو وروسته یې ویلي و، چې «ټول لبنان باید وسوځول شي».

