ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ارګ کې له قزاقستاني پلاوي هرکلی؛

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلی سیریک ژومان ګارین چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلی، نن په ارګ کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع  له لوري یې هرکلی وشو.

په پام کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له یاد پلاوي سره جلا لیدنې وکړې.