د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد له وزیر سیریک ژومانګارین سره، چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلی، لیدنه وکړه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع هم پکې ګډون درلود.
په پیل کې ملا محمد حسن اخوند د قزاقستاني پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل، افغانستان او قزاقستان دوه مسلمان هېوادونه دي چې په سیاسي، اقتصادي، دیني او کلتوري برخو کې ګڼ ګډ ارزښتونه او مشترکات لري.
ورپسې سیریک ژومانګارین کابل ته د خپل سفر موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا وبلله او ویې ویل، چې د قزاقستان ولسمشر افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري او دغه هېواد په سیمه کې د قزاقستان مهم شریک ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې قزاقستان له افغانستان سره بشردوستانه همکاریو ته ژمن دی او د راستنېدونکو کډوالو او د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو افغانانو سره مرستو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د هغه په وینا، قزاقستان افغانستان ته د خیمو، درملو او نورو اړینو توکو په ګډون اته واګونه بشري مرستې هم لېږدولې دي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، هېواد یې غواړي له افغانستان څخه قزاقستان ته د صادراتو کچه لوړه کړي او په همدې موخه نن په کابل کې د افغان ـ قزاق ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوه.
ژومانګارین همداراز زیاته کړه، چې افغانستان د سالمې رهبرۍ په لرلو سره په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي او قزاقستان چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري پراخه کړي.
نوموړي د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف له لوري ملا محمد حسن اخوند ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.
ورتهمهال رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي او هیله یې څرګنده کړه چې د قزاقستاني پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.
ملا محمد حسن اخوند اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
نوموړي همداراز د قزاقستان ولسمشر او د کابینې غړو ته خپلې نېکې هیلې واستولې او د قزاقستان ولسمشر ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.

