ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غــــــزه؛ د اسراییلي رژیم بریدونو له امله د الجزیرې خبریال په ګډون ۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي رژیم د هوايي بریدونو او ډزو له امله لږ تر لږه ۹ فلسطینیان، چې یو ماشوم او د الجزیرې شبکې یو خبریال هم پکې شامل دی، شهیدان شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د غزې په نورو سیمو کې هم د اسراییلي رژیم په بریدونو او ډزو کې مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د ټپیانو او شهیدانو د دقیق شمېر په اړه بشپړ جزییات نه دي ورکړل شوي.

د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ) راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، د غزې پر ضد د اسراییلي رژیم د جګړې له پیل څخه تر اوسه لږ تر لږه ۲۶۰ فلسطیني خبریالان شهیدان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ ویلي، چې د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې ۷۳ زره او ۱۸ کسان شهیدان شوي او ۱۷۳ زره او ۲۷۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د تېر اکتوبر په میاشت کې د اوربند له اعلان وروسته هم د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۰۷ کسان شهیدن شوي او درې زره او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا فلسطیني سرچینې وایي، چې د اسراییلي رژیم عسکرو نن سهار (یکشنبه، د غبرګولي ۳۱مه) لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر کورونو تېری کړی او پلټلي یې دي.

د یادو سرچینو په وینا؛ پلټل شوي کورونه په نابلس، رام‌الله، طولکرم او اردوګاه قلندیا سیمو کې موقعیت لري.

تر دې دمه د نیول شویو کسانو او نورو احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي خپاره شوي.