د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف ادارې له مسولینو سره په لیدنه کې د ماشومانو او ځوانانو د فکري، کلتوري او هنري ودې په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
مولوي عتیق الله عزیزي ویلي، چې وزارت چمتو دی د مطالعې د کلتور ترویج، عامه کتابتونونو د تجهیز، د ماشومانو لپاره د ادبي او فرهنګي آثارو د تولید، د ځوانو لیکوالانو د ظرفیت لوړونې او د ګډو کلتوري پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې همکاري پراخه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې هره ورځ ګڼ شمېر زدهکوونکي او تنکي ځوانان د عامه کتابتون، ملي ارشیف، ملي موزیم او هنرستان څخه لیدنه کوي او د هېواد د تاریخي او کلتوري ارزښتونو په اړه معلومات ترلاسه کوي. ښاغلي عزیزي همداراز د مرکز او ولسوالیو د کتابتونونو د لا تجهیز او پیاوړتیا اړتیا هم یاده کړې ده.
ورته مهال، د یونیسف مسولینو د خپلو روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د علمي، فرهنګي او هنري همکاریو د لا پیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړی دی.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ماشومانو او ځوانانو د فکري او فرهنګي ودې او د دوامدارو ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

