ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

وینزویلا کې دوو پرلپسې زورورو زلزلو پراخه مرګ‌ژوبله اړولې

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې (USGS) د راپور له مخې، د وینزویلا پلازمېنې کاراکاس ته نږدې سیمې د رېښتر په کچه د ۷.۲ او ۷.۵ درجې دوو پرله‌پسې زورورو زلزلو لړزولي دي.

د راپور له مخې، لومړۍ زلزله د کارابوبو ایالت په سیمه کې رامنځته شوې او مرکز یې د کاراکاس له ښار څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې و. یوازې ۳۹ ثانیې وروسته دویمه او تر هغې پیاوړې زلزله هم ثبت شوې ده.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې دغو زلزلو ښايي پراخه ویجاړۍ او درنه مرګ‌ژوبله رامنځته کړې وي.

د ادارې د لومړنیو ارزونو له مخې، ۴۴ سلنه احتمال شته چې د قربانیانو شمېر له ۱۰ زرو واوړي او ۳۰ سلنه احتمال هم شته چې دغه شمېر له ۱۰۰ زرو څخه زیات شي.

تر اوسه د مړو او ټپیانو کره شمېر نه دی اعلان شوی او د زیانونو بشپړه کچه هم لا نه ده روښانه شوې.

بلخوا، د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د ملي ټلویزیون له لارې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او اړوندو ادارو ته یې د ژغورنې او مرستو د چټکو اقداماتو سپارښتنه کړې ده.